آلمان: جنسي کاروباريانو د خپل کار د بندولو پر ضد لاريون وکړ
۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبهد کرونا ويروس خپريدا، د ډيرو خلکو کار او ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. په دې منځ کې د آلمان په هامبورګ ښار کې د نايټ کلپونو او جنسي کاروبار ځايونو خاوندانو د جنسي کارکونکو د خپل کاروبار له لاسه ورکولو له امله، پر اعتراض لاس پورې کړی دی.
د شنبې په ورځ (د جولای ۲۱مه) د دغو کلبونو يو شمیر خاوندانو او د هغوی کارکونکو د هامبورګ ښار په «ريپربان» سيمه کې مظاهره وکړه. زياته شوې چې د دوی غوښتنه دا وه چې نايټ کلبونو او د جنسي کاروبار ځايونو ته دې بيرته د فعاليت اجازه ورکړل شي.
دوی ويلي دي چې د خونديتوب ټول لازم مقررات به په نظر کې نیسي. دوی ترڅنګ په غیرقانوني توګه د جنسي خدماتو د دود کیدو او په ټولنه کې د تن پلورونکو ښځو له خپريدو څخه خبرداری ورکړی دی.
د جنسي خدماتو له اتحاديې څخه يوهانا وبر، خبريالانو ته ويلي دي چې په دغه اعتراضونو کې د ځوانانو ګډون او دغې مسئلې سره د هغوی سياسي چلند، په آلمان کې د کرونا بحران له امله د رامنځ ته شوي ټولنيز وضعيت له امله دی.
هغې زياته کړې، جنسي کاروباريانو تر څنګ د دې چې د نايټ کلبونو او د جنسي کاروبار ځايونو د تړل کيدو په نتيجه کې اقتصادي زیانونه ليدلي. د هغې په خبره دوی له ډېرې مودې راهیسې د کرونا ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په موخه د لازمو سپارښتنو سره خپل تفاهم هم ښودلی دی. خو پر وینا يې چې اوس د دوی د صبر کاسه نور ډکه شوې او له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې خپل سیاست بدل کړي.
د مظاهرې ګډونوالو د آلمان ګاونډيو هيوادونو ته اشاره وکړه چې پر وينا يې د شپې کلبونو او د جنسي کاروبار ځايونه په کې بيرته فعاله شوي دي. دوی په آلمان کې هم د ورته سياست د عملي کيدو غوښتونکي شول.
يوهانا وبر وويل چې په سوئيس کې د جنسي کارکونکو کاروبار څلور اوونۍ مخکې له سره پيل شوی، او تر اوسه په نايټ کلبونو او د جنسي کاروبار په ځایونو کې په کرونا ويروس د اخته کيدو هيڅ کومه پيښه نه ده ليدل شوې. هغه وايي چې آلمان هم بايد په دې برخه کې خپل نظر بدل کړي.
په هالند کې دغه کاروبار د جولای میاشتې په اوايلو کې له سره په فعالیت پيل کړی دی. په اتريش کې هم د جنسي کاروبار په برخه کې لګول شوي محدوديتونه لرې کړل شوي دي. خو سپارښتنه شوې چې جنسي کارکونکي او د هغوی مشتریان باید له ماسکونو څخه استفاده وکړي.
يوه ښځه چې له دوو کلونو راهيسې د هامبورګ په «هربرت شتراسه» (هربرت کوڅه) کې د جنسي کارکونکې په توګه کار کوي، پر خپل او د نورو جنسي کارکونکو پر ژوند باندې راغلی اوسنی حاکم وضعيت، «له تاسفه» ډک ښودلی دی.
په هامبورګ کې د شنبې ورځې د مظاهرې ګډونوالو دغه راز وویل چې د ځينو نورو کسبونو له پاره په لګول شوو محدويتونو کې نسبي نرمښت رامنځ ته شوی، لکه د مساژ سالونونه، د ټاټو يا پر بدن د خال وهلو مغازې او د سونا حمامونه، اما د دوی پر کار ممنوعيت لا هم ادامه لري.
په آلمان کې شاوخوا ۳۳ زره جنسي کارکونکي ثبت شوي دي. څارونکي اټکل کوي چې په دغه هيواد کې د غير رسمي جنسي کارکونکو شمیر تر ۴۰۰۰۰۰ پورې دی. د دوی تر ټولو ډير شمیر يې د ختيځې اروپا له هيوادونو څخه آلمان ته راځي.
دویچه ويله ف/م.ک.ص./م.ن.ص