1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان خارجيانو ته د تابعيت ترلاسه کولو شرايط نرموي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د يوه رپوټ په حواله د آلمان حکومت د تابعیت قانون د اصلاحاتو پر ځينو اساسي ټکو سره سلا شوی دی. د تابعيت ترلاسه کولو پروسه باید چټکه شي او د دوه ګوني تابعيت په موضوع کې هم پرمختګ شوی دی.

د آلمان پاسپورت
د آلمان پاسپورتانځور: Winfried Rothermel/picture alliance

د « Süddeutsche Zeitung» په نامه ورځپاڼې د آلمان د کورنيو چارو د وزيرې نانسي فيرز ۴۹ مخیزې قانوني مسودې په حواله ويلي دي چې د آلمان تابعيت ترلاسه کول به آسانه شي او همدا شان به د کډوالو د ادغام پروسه هم ساده کړل شي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

زياته شوې ده چې په تېره بيا هغه کډوال چې له ډېرو کلونو راهېسې په آلمان کې ژوند کوي، وبه کولی شي ژر د آلمان اتباع شي.

«د ادغام د ځانګړو هڅو» له پاره بونس يا امتياز

د دې اصلاحاتو له مخې به د خارجيانو له پاره د تابعيت ترلاسه کولو د اتوو کلونو اقامت د اړتيا موده اوس پنځوو کلونو ته راټيته کړای شي.

اړونده موضوع:د آلمان د تابعيت ترلاسه کولو غوښتني لږ سوې

د يادي ورځپاڼې د رپوټ له مخې همدا شان به «د ادغام په برخه کې د ځانګړو ښو وړتياو» له کبله لکه د ژبې مهارت، رضارکارانه هلې ځلې او د کار په برخه کې د ښو وړتياو ښوول هم بايد د دې باعث شي چې يو کس تر دريو کلونو اقامې وروسته تابعيت ترلاسه کړي.

د آلماني ژبې په برخه کې ځانګړې وړتيا به د امتیاز سبب شيانځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

همدا شان بايد د خارجي والدينو زيږيدلي ماشومان هم بايد ژر آلماني پاسپورت ترلاسه کړي، خو شرط یې دا دی چې له مور او پلار څخه یې يوه له پنځو کلونو راهېسې په قانوني توګه په آلمان کې ژوند کړی وي. تر اوسه دا موده اته کاله وه.

د رپوټ په حواله فیرز غواړي چې د هغو کسانو له پاره چې تر ۶۷ کلنې پورته دي، د ژبې د زده کړې هغه سند هم لغوه کړي چې تر اوسه یې په ترلاسه کولو مکلف ول. د رپوټ په حواله د دې پر ځای په راتلونکي کې يوازې «په شفايي توګه د تماس ټينګولو وړتيا» باید بسنه وکړي.

دوه ګونی تابعيت هم امکان لري

پر دې سربیره په مهمو بدلونو کې دا هم راځي چې د پخواني تابعيت پرېښودو ته هم نوره اړتيا نشته. د دې نوي سند پر اساس دا پخوانۍ قانوني اصل نور نه عملي کیږي. په آلمان کې له کلونو راهېسې پر نورو تابعيتونو درلودو سربیره هم د آلمان تابعيت ورکول کیږي.

اړونده موضوع:ولي په آلمان کي له ۳۰۰ کسانو څخه تابعيت بيرته اخيستل سوی؟

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د ګوندي جناح مرستيال ديرک ويزه د «راينشه پوست» ورځپاڼې ته وويل چې دېر ژر به پر دې موضوعاتو بشپړ توافق وشي.

نوموړي وويل: «مهم جزيات او پوښتنې تقریباً حل شوي دي.»

د نوموړي د معلوماتو په حواله به هغو کسانو ته تابعيت نه ورکول کیږي چې په يهودي ضد، راسيستي، له پرديو سره د کرکې او انساني کرامت ته د سپکاوي په قضيو کې مجرم پيژندل شوي وي.

د سوسيال ديموکرات يا اس پي ډي ګوند د کورنيو چارو دغه کارپوه وويل: «يوازې هغه کس چې زموږ [د آلمان] ارزښتونو ته درناوي لري، تابعيت ترلاسه کولی شي.« په تېره بيا همدې ګوند ټينګار کاوه چې د ځينو ځانګړو جرمونو ترسره کوونکو ته بايد تابعيت ور نه کړل شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل