د احصايې ادارې په وينا د دغه پرمختګ اصلي لامل له بهر څخه د کم عمره ځوانانو په يوازي توګه يعني پرته له والدينو او بې له سرپرست څخه سفر کول دي چې تیر کال د دې ډول قضيو ټول شمیر حتی په سلو کې ۱۵۳ سلنه لوړ شوی او ۲۸۶۰۰ قضيو ته رسیدلی وو.
د هغو کسانو د اصلي هیوادونو په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي چې دې آلمان ته پرته له کوم سرپرست داخل شوي وو. خود آلمان فدرالي حکومت داسې شميرو ته اشاره کوي چې پر اساس يې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې له دې بې سرپرسته ماشومانو څخه یې ډېر له افغانستان او سوريې څخه راغلي دي. همدا راز »د ارقامو په زياتوالي کې د اوکراين څخه د بې سرپرسته ماشومانو راتګ هم ستر نقش لرلی دی. «
د ترکیې د ګنډلو په صنعت کې د مهاجرو ونډه
ترکیه د منځني ختیځ او سویلي آسیایې هیوادونو څخه د څو میلیونه مهاجرو کوربه دی. د ملګرو ملتونو سربیره آلمان او اروپایې اتحادیه هم له دغه هیواد سره مالي مرستې کوي چې په خپله خاوره کې د مهاجرو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
د نساجي په صنعت کې کار
په ترکیې کې د نساجۍ صنعت یو له هغو صنعتونو څخه دی چې تر ډیره بریده د کارګر مهاجرو پر مټ څرخي. ډیري مهاجر په ترکیه کې ټولنیزې مرستې نه ترلاسه کوي او د خپلو ورځنیو اړتیاو د پوره کولو له پاره باید کار وکړي. په دې توګه د ټیټې بیې کارګرانو ته لاسرسۍ په ترکیه کې ډیر شوی دی، چې دا کار په طبیعي ډول د دغه هیواد له اقتصادي ودې سره هم مرسته کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
د خیاطۍ کار
ترکیه یو د جامو له لویو تولیدونکو هیوادونو څخه دی چې د اروپا په ګډون د نړۍ نورو وچو ته هم جامې صادروي. ډیري له دغو مهاجرو چې غوښتل یې له ترکیې څخه په تیریدو به ځانونه اروپا ته رسوي په دغه هیواد یعنې ترکیه کې د جامو ګنډلو په شرکتونو کې کار کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
له اروپایې اتحادیې سره موافقتنامه
خو شاید هم د دغو مهاجرو اروپا ته د رسیدو خوب پوره نه شي، ځکه اروپایې اتحادیې د ۲۰۱۶ م کال په مارچ میاشت کې له دغه هیواد سره د مهاجرت تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون یا موافقتنامې پر بنسټ په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د شاملیدو بهیر چټک او دغه هیواد ته د مهاجرو د پالنې له پاره ۶ میلیارده یورو ورکول کیږي چې په بدل کې به یې ترکیه اروپا ته د مهاجرت د څپې مخنیوي کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
مهاجرو ته د رسیدګۍ له پاره پيسې
آلمان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډيرې مهاجرو د ځان له پاره هدف ټاکلی دی او په تیرو دوو کلونو کې یې د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله ډير مهاجر منلي دي. آلمان د موافقتنامې پر بنسټ ترکیې ته د مهاجرو د سرپناه او رسیدګۍ له پاره پيسې ورکوي. یو شمیر غیر دولتي سازمانونه او حتی د آلمان په پارلمان کې ځنې استازي په ترکیه کې د مهاجرو وضعیت نامناسب بولي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
کارګر ماشومان
د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې د نورو مهاجرو تر څنګ یوازي دوه میلیونه او اوه سوه سوریایې مهاجر په ترکیې کې ژوند کوي چې نیمایې یې ماشومان دي. ډیر شمیر دغه ماشومان د خپلې کورنۍ د ورځنې ژوند د چارو پر مخ وړلو له پاره مجبوره دي چې کار وکړي. تر سوریایې مهاجرو وروسته په ترکیې کې دویمه ډله عراقي مهاجر دي چې په دوی کې هم ډیر شمیر ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
له زده کړو محروم ماشومان
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونیسف ارقام ښیې چې یوازې ۲۳۵ زره سوریایې مهاجر ماشومان په ترکیه کې زده کړو ته لاسرسی لري. تر نیم میلیون ډیر هغه سوریایې ماشومان چې ښوونځي ته د تلو عمر ته رسیدلي دي زده کړو ته لاسرسی نه لري. د سوریایې مهاجرو تر څنګ یو شمیر افغان مهاجر هم په دې هیواد کې د مهاجرت شپې ورځې تیروي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
د بوټ ګنډنې صنعت
محمد یو له هغو ماشومانو څخه دی چې له زده کړو څخه محروم پاتې دی. نوموړی د سوریې د داخلي جګړو له امله له خپلې کورنۍ سره یوځای ترکیې ته مهاجر شوی دی. محمد په خپل هیواد سوریې کې ښوونځي ته ورته، خو اوس د خپلې کورنۍ د اړتیاو د پوره کولو له پاره باید د بوټ جوړونې په یو شرکت کې کار وکړي. لیکوال: رضا شیر محمدي