آلمان خپل پوځ ته ۶۰ امریکايي چينوک ډوله چورلکې اخلي
۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبهد آلمان فدرالي حکومت په پام کې لري خپل پوځ ته ۶۰ چینوک CH-47F ډوله چورلکې واخلي. د دغو چورلکو مجموعې بیه نژدې څلور ميليارده يورو ښودل شوې ده. دغه تصمیم د آلمان د دفاع وزيرې، کريستينا لمبريشت، د دغه هیواد په پارلمان کې اعلان کړ. په پام کې ده چې دغه چورلکې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۹ کلونو په منځ کې د آلمان پوځ ته وسپارل شي.
د امریکايي شرکت بوئینګ ساخت دغه نوې چورلکې به د آلمان د پخوانیو CH-53G ډوله چورلکو ځای ونيسي. د آلمان پوځ خپلې اوسنۍ چورلکې چې د امريکايي شرکت سيکورسکي ساخت دي، له ۱۹۷۰مې لسيزې راهيسي کاروي.
لمبريشت وويل چې چینوک چورلکې «عصري او امتحان کړل شوې» دي او د ناټو سازمان ډېر غړي هیوادونه کار ترې اخلي. هغې زیاته کړه چې د دغو دوه ماشينه چورلکو لګښت، د آلمان پوځ د ۱۰۰ ميليارده يورويي ځانګړې بودجې څخه ورکول کيږي.
د آلمان د دفاع وزیرې په خبره، په پام کې ده د چینوک له هغه ډول څخه ېې واخیستل شي چې په هوا کې د تيلو اخیستلو وړتيا لري.
بوئینګ او سيکورسکي/لوکهید مارتين، یوازيني غربي شرکتونه دي چې د حمل او نقل دغه ډول پرمختللې چورلکې وړاندي کوي.
دغو دواړو شرکتونو هڅه کوله تر څو دغه څو ميليارده يورويي فرمایش تر لاسه کړي. د آلمان د دفاع وزیرې زیاته کړه، دا چې د بوئینګ ماډل الوتکې ارزانه پرېوزي، کیدای شي چې لا ډېري چورلکې واخیستلی شي.
دویچه ويله د/م.ک.ص/ن.ز.
(rtr, afp, bmvg.de) / si, af/mks/nz