1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

دوه افغان نارينه د خپلې خور د وژلو په تور نيول شوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

د برلين څارنوالۍ دوه ۲۲ او ۲۵ کلن افغانان د خپلې ۳۴ کلنې خور د وژلو په تور نيولي دي. دواړه نارينه اوس په تعليقي بند کې دي.

Deutschland | Polizei in Berlin
آرشیفانځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

د برلين پوليسو د جمعې په ورځ ويلي چې ۳۴ کلنه خور يې له خپل مېړه څخه جلا شوې وه او د جولای په ۱۳مه نېټه په برلين کې ووژل شوه. د پوليسو په وينا خور يې د دغو ځوانانو د اخلاقي تصور له مخې د »ناموسي قتل« تر عنوان لاندې وژل شوې ده.

دغو دوو ورونو او خور يې د يو څو کلونو راهيسې په آلمان کې ژوند کاوه. د پوليسو د معلوماتو له مخې دغه دواړه تورن نارينه د چهارشنبې په ورځ نيول شوي دي.

هغوی تر مخه د وژل شوې ښځې جسد په يوه بکس کې پټ کړی وو او په اورګاډي کې يې د بايرن آيالت ته وړی او هلته ښخ کړی وو. دغه ښځه چې د دوو اولادونو مور وه، لادرکه بلل شوې وه چې پوليسو ورپسې لټون کاوه. خو وروسته د پوليسو د پلټنو نتيجه دا وه چې هغه وژل شوې ده. د قتل ارزونه د ويډيويي فلمونو، د تليفوني اړيکو او د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې شوې ده. د پنجشنبې په ورځ د بايرن ایالت د جنايي چارو کميسيون داسې يو مړی موندلی چې ښايي د همدغې افغانې ښځې وي. دغه مړی اوس عدلي طب ته سپارل شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب