آلمان دي خپل عسکر د افغانستان څخه راوباسي.
۱۳۸۶ آذر ۸, پنجشنبهاعلان
ددوې په وينا ځکه سوله او د يوې مدني ټولني جوړول په افغانستان کي په هغه وسايلو سره، چي تراوسه په هغه هيواد کي په کار لوېدلي دي امکان نلري.
د آلمان د پوځي منصبدارانو په دې ټولنه کي چي سل تنه غړي لري او ټول غړي يي برحال يا متقاعد پوځي منصبداران دي د جرمني حکومت ته پخپل وړاندي سوي غوښتنليک کي کښلي دي، چي بايد د افغانستان د پاره د سولي يو مدني پلان جوړ کړل سي، او آلمان بايد د افغانستان د پاره يو ځانګړی خاص استازی وټاکي.
د Darmstadt د ښار د زيګنال په نامه د آلمان د پوځي منصبدارانو د ټولني په عقيده په افغانستان کي د بهرنيو هيوادونو د پوځي عملياتو په نتيجه کي په دې هيواد کي د عامو وګړو امنيتي وضعه لا پسي خرابه سوې، او په تيره بيا په افغانستان کي بايد هوايي حملې سمدلاسه بندي سي، چي د آلمان د تورنادو ډوله اکتشافي الوتکو په ملاتړ سره په دې هيواد کي رواني دي.