د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت د استخباراتو مشر بورکارد فراير«Frankfurter Allgemeinen Zeitung » ورځپاڼي ته وويل: «موږ په نورد راين ويسفالن کې په اصطلاح د خويندو يوه ۴۰ کسيزه شبکه څارو.» ده زياته کړه چې دغه شبکه د سلفي افکارو او توضيحاتو يو بشپړ پروگرام چلوي، چې د ماشومانو له روزنې څخه نيولې بيا تر پخلي او ديني احکامو او «کفارو» پر ضد پارونې پورې هر څه پکښې دي. فراير وويل چې د سلفيانو دغه شبکه د انترنت له لاري په منظم ډول تبليغ کوي.
سلفيزم د اسلام يو ډير محافظه پال غورځنگ دی چې پلويان یې يوازي او يوازې د قرآن پاک ارشاداتو ته مراجعه کوي او هر ډول عصريتوب ردوي. د ډيرو سلفيانو هدف دولت، حقوقي سستم او ټولني ته په بشپړه توگه داسې بدلون ورکول دي چې د دوی پر قوانينو او اصولو برابر وي.
سلفيزم «کورنۍ معامله»
د استخباراتي معلوماتو پر اساس ښځي له کوچنيوالي څخه خپلو ماشومانو ته دغه ډول روزنه ورکوي او په سلفي عقايدو سره یې روزي. ويل شوي دي چې: «په دې توگه سلفيزم په کورنۍ پورې مربوطه يوه چاره گرځي. او داسې يو څه منځ ته راځي چې بيرته له منځه وړل یې ډير مشکل وي: يعني يوه سلفي ټولنه، او يا یې ځيني برخې.»
فراير، له يادي ورځپاڼي سره په خبرو کې زياته کړه چې که څه هم هر سلفي ترهگر نه وي، خو په عين حال کې يې ټينگار وکړ چې: «هر جهادي ترهگر چې موږ په دې تيرو کلونو کې په اروپا کې ليدلی، د سلفيانو له صفونو څخه وو.»
د آلمان خبري آژانس (ډي پي آې) د دسمبر مياشتي په نيمايي کې د استخباراتي کړيو له خوا معلومات ترلاسه کړي چې د آلمان امنيتي ادارو ځيني ښځې او ځوانان د سلفي خطر پيښونکو په توگه درجه بندي کړي دي.
آژانسونه (ب. ص/ ن. ز)
زموږ له ارشيف څخه:
په آلمان کي د افراطي مسلمانانو له خوا د «شریعت پولیسو» جوړول
په آلمان کې یو شمیر سلفي مسلمانانو داسي کمیسان اغوستي ول چې ورباندې د Sharia Police یا د شریعت پولیس عبارت لیکل شوی وو. هغوی د آلمان په اوپرتال ښار کې گرځیدل او په خپله خبره یې ځوانان اسلام ته دعوتول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
یو شمیر افراطي سلفي مسلمانانو د آلمان په اوپرتال ښار کې د شپې له خوا تگ راتگ کاوه او په خپله خبره يې ځوانان اسلام ته رابلل. هغوی د نارنجي رنگ کمیسانو په اغوستلو سره ځان پولیسو ته ورته کاوه. دا کار د آلمان د پولیسو له پاره د منلو وړ نه وو.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
د هغوی پر کمیسانو باندي د Sharia Police عبارت لیکل شوی وو. هغوی د شپې له خوا ځوانان درول او د اسلام په اړه يې معلومات ورکول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
د بېلگې په توگه دغه کسان د شپې له خوا ځوانان دروي او ورته دیسکو ته د نه تلو سپارښتنه کوي. پر دې سربیره دغه سلفیان پلورنځایونو ته ننوتلي ول او پیریدونکو ته یې په خپله خبره اسلامي قوانین تشریح کړي ول.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
دغو کسانو د خپلو فعالیتونو په اړه په انترنت کې یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده. دغه افراطي وگړي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ عمر لري.
انځور: Shariah-Polizei-Germany/Facebook
دغې ډلې د خپلو فعالیتونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg
د آلمان د اوپرتال پولیسو د ښار په مرکز کې خپل حضور ډیر کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې د شکمنو کسانو د لیدو په صورت کې پولیسو ته خبر ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg
د اوپرتال د پولیسو مشر ویلي دي: «په آلمان کې واک یوازي د دولت په لاس کې دی. د خلکو ویرول او هڅول د تحمل وړ نه دي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
د آلمان د کورنیو چارو وزیز توماس دمزیر، هم په دې اړه غبرگون ښوولی وو. هغه ویلي ول: «د آلمان په خاوره کې شریعت د منلو وړ نه دی. هیڅوک د دې حق نه لري چې د آلمان د پولیسو له نوم څخه ناوړه گټه پورته کړي.»
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
په عین حال کې آلماني سیاستوالو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د قانون پلي کول یوازي د حکومت په واک کې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler
د اوپرتال ښار په آلمان کې د سلفیانو مرکز بلل کیږي. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې د سلفیانو شمیر ۱۸۰۰ تنو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
سلفیانو هغه مهال اعلان کړی وو چې د اوپرتال په څیر عملیات به د آلمان په نورو ښارونو کې هم ترسره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa
د آلمان د اساسي قانون د ملاتړ فدرالې ادارې مشر گئورگ ماسن، له بیلد ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې سلفیان له ځانه سره د داسي شعارونو د لېږدولو حق نه لري چې د نورو پر وړاندې نفرت خپور کړي.
انځور: picture-alliance/dpa
ویل کیږي چې آلماني پولیس له ډیري مودې راهیسې سلفیان تر نظر لاندي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg
له بلي خوا یو شمیر افراطي آلماني مسلمانان لا وختي سوریې ته د تندلارو اسلامپالو ډلو تر څنگ د جگړې په موخه تللي دي.
انځور: dapd
په آلمان کې اوس د هغو کسانو د برخلیک په اړه خبري رواني دي چې د سوریې له جگړې څخه بیرته دې هیواد ته راستنیږي.