آلمان د جمعې په ورځ (د سپتبمر۵مه) وویل چې غواړي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د ۲ اعشاريه ۱ میلیون یورو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړي. ملګرو ملتونو زلزله ځپلو ته د فوري مرستو او رسیدګۍ غوښتنه کړې ده.
آلمان د جمعې په ورځ وویل غواړي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د ۲.۱ میلیون یورو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړيانځور: Hedayat Shah/AP Photo/picture alliance
اعلان
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دغه وزارت به د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو ته د ۲ اعشاریه ۱ میلیون یورو (دوه نیم میلیون ډالر) بېړنۍ مرستې چمتو کړي.
دغه مرستې په دغه طبیعي ناورین کې اغیزمن شوو خلکو ته په چټکۍ د مرستو او خدماتو د رسولو په خاطر په نظر کې نیول شوي دي.
په افغانستان کې وروستۍ زلزله د یکشنبې په ورځ په شرقي ولایت کونړ او شاخوا سیمو کې ېې وشوه چې د طالبانو د ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان پکې مړه شوي او تر ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې او ويلي دي چې په سیمه کې د روغتيايي خدماتو عرضه له سخت فشار لاندې ده او په عین حال کې د دارو درملو او روغتیاپالانو کمښت موجود دی.