1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکو

۱۴۰۳ تیر ۳۰, شنبه

د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت غواړي چې په خپلې کلنۍ بودیجه کې د پیسو له کمښت سره سره د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن پاتې شي.په دې وروستیو کې د جرمني د نړیوالو مرستو ټولنې ویلي چې له افغانستانه به ووځي.

د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیره  سوینیا شولتڅه
د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیره سوینیا شولتڅهانځور: Annegret Hilse/REUTERS

د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیرې سوینیا شولتڅه د آلمان پروتستانت خبري آژانس «آي پي ډي» ته وویل: «موږ په افغانستان کې د خلکو ملاتړ ته ژمن یو ځکه چې [د هغوی] اړتیاوې ډیرې دي.»

د آلمان د نړیوالو همکاریو ټولنه (GIZ) چې د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت د ماموریت پر بنسټ په افغانستان کې پروژې پلي کوي، له ۲۰۲۵ کال وروسته به له خپلو یو شمېر کارکوونکو سره له افغانستانه ووځي. اوسمهال په دغه بنسټ کې شاوخوا ۱۶۰ افغان کارکوونکي په کار بوخت دي.

سوینیا شولتسه ، چې وزارت یې تمه لري په راتلونکي کال کې شاوخوا ۱ میلیارد یورو سپما کړي، وویل چې دا پریکړه د لګښتونو سره هیڅ تړاو نلري، خو «یوازې د پروژو د مدیریت په طریقه کې بدلون راځي.»

نوموړې زیاته کړه، په افغانستان کې پروژې د نادولتي موسسو یا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په ځانګړې توګه د یونیسف او نړیوال خوراکي پروګرام په مرسته پلي کیږي. هغې زیاته کړې چې «دا [پروژې] کولی شي خلکو ته په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته په سیمه کې ورسیږي.» نوموړې دا هم وویل چې دا به له طالبانو سره هیڅ ډول همکاري نه وي.

طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسیدل چې له هغې وروسته د المان له لوري د افغانستان دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي همکارۍ هم وځنډول شوې.

د آغلې شولتڅه په وینا، د نړیوالو همکاریو له پاره د آلمان د ټولنې یا جي آي زید د کارکوونکو له شتون پرته، هم دا ممکنه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ پیسې طالبانو ته نه رسیږي: « موږ تل په پای کې ګورو چې آیا پیسې رسیږي کنه؟ ایا کروندګر کولی شي ډیر خواړه وکري؟ آیا د اوبو لګولو سیسټم شته؟ دا کولی شي چې په سفرونو او کنټرول له لارې تشخیص شي.»

آغلې شولتڅه وویل چې اوس مهال د جي آی زید له پاره د کارکوونکو د استخدام کوم پلان نشته دی. خو دا اتحادیه په سیمه کې د خپلو کارکونکو سره ډیره مرسته کوي، او دا کارکوونکي به د نورو پروژو مالکانو ته سپارل کیږي.

افغانستان ته د طالبانو بیا راتګ په دغه هېواد کې سخت اقتصادي بحران رامنځته کړی چې له کبله یې بشري وضعیت هم خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر وګړي، چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

33:31

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب