آلمان د افغانستان نور ملاتړ کوي
۱۳۹۳ آذر ۲۳, یکشنبه د آلمان د دفاع وزيري له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر ليدني وروسته ويلي دي چي غني روښانه کړه چي هغه د «آلمان د ژمنو قدراني کوي.»
فون ديرلاين روښانه کړه چي له دغو دوو کلونو څخه بايد په پوره پيمانه او ټول قوت استفاده وسي او وروسته به بیا سړی وگوري چي «تر دغو دوو کلونو وروسته په هيواد کي وضعیت څرنگه دئ او بیا به پريکړه کيږي. هغې دغه راز تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم د ماموريت د اوږدو امکان رد نه کړ.
هغې ويلي دي: «زما له پاره دا مهمه ده چي موږ له دغه هيواد څخه هغه مهال ووځو چي دغه هيواد خپل قوي حالت ته ورسيږي او پر خپلو پښو ودريږي.»
د راتلونکي مېلادي کال له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنگي ماموريت ختم او يو نوی دوه کلن ماموريت پيليږي.
په دغه ماموريت کي چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک زوزنه او سلا مشورې دي نژدې ۱۲۰۰۰ زره بهرني عسکر به گډون پکښي ولري چي ۸۵۰ به ئې آلماني عسکر وي. خو د آلماني عسکرو ماموريت بايد تر يسوي اختر دمخه د دغه هیواد د پارلمان له خوا تصويب سي.