1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ایدز د عامل پر ضد یوه ډیره مؤثره انتي بادي کشف سوې

گل غوټۍ پوپل ژانت سویک
۱۴۰۴ مهر ۲۴, پنجشنبه

د آلمان د کولن ښار د پوهنتوني کلینیک څېړونکو د ایدز د ناروغۍ د عامل پر ضد يوه نوې اغیزمنه انتي بادي کشف کړې. دغې انتي بادي وکولای سول په لابراتور کې د عفونت له رامنځته کیدو څخه مخنیوی او ویروسونه خنثی کړي.

ایدز د بشر په تاریخ کې یوه له بدترینو وباوو څخه دی.
آلمان: د ایدز د عامل پر ضد یوه ډیره اغیزمنه انتي بادي کشف سوېانځور: Westend61/picture alliance

په ۱۹۸۱ م کال کې د ایدز د ناروغۍ د تشخیص راهیسې، د معافیت د کمښت دغې ناروغۍ په نړۍ کې د شاوخوا ۴۴ میلیونو انسانانو ژوند اخیستی دی. ایدز د بشر په تاریخ کې یوه له بدترینو وباوو څخه دی. که څه هم پوهاوی او وقایوي اقدامات د مړینو د کمښت سبب سوي دي، خو لا هم ډیری کسان ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ۲۰۲۴ م کال کې، په نړۍ کې شاوخوا ۶۳۰  زرو کسان د ایدز له امله مړه سول.

خو بیا هم د آلمان د کولن د ښار د پوهنتون کلینیک نوی کشف هیله بخښونکی دی او کیدای سي له ایدز سره د مبارزې له پاره د یوې نوې وسیلې نښه وي.

د ایدز د عامل ویروس پر ضد له ۸۰۰ څخه ډېرو انتي بادي آزموینه

د ویروس پیژندنې د مؤسسې د مدیر، فلوریان کلاین په رهبري د پلټنې دغه ټیم، د ۳۲ کسانو د وینې نمونه ارزولې ده. ټول دغه کسان د ایدز «HIV» د عامل په ویروس اخته وو، خو په طبیعي ډول او پرته له درملنې یې ددغه ویروس په وړاندې ډیر پیاوړی او پراخ ایمني غبرگون رامنځته کړی وو.

څېړونکو په لابراتوار کې په دغو نمونو کې څه د پاسه ۸۰۰ ډوله انتي بادی وآزمویلې تر څو دایدز د عامل ویروس«HIV» په خنثی کولو کې یې وړتیا مشخصه سي. له دغو انټي باډیو څخه د «04_A06»  په نوم  یوې یې، ځانگړې پاملرنه ځانته راواړوله.

دغه انټی باډي د بدن له حجرو سره د ویروس د وصل کیدو ځای بندوي او حجرو ته د «اچ‌آی‌وی» له ننوتو څخه مخنیوی کوي. که دغه ویروس حجرو ته داخل سي، هغه ته د خپل تکثر له پاره بدلون ورکوي او د وخت په تیریدو سره د بدن ایمني سیستم کمزوری کوي.

په کور کې د وینې معاینه: په ډیریو هیوادونو کې د HIV تستونه هم د خلکو په اختیار کې ورکول سوي دي انځور: ALICE/BSIP/IMAGO

د انتي بادي جوړښت او په لابراتوار کې یې تولید

د انسان په ایمني سیستم کې د انتي بادي جوړښت د (بي) په لنفوسیټونو کې ذخیره سوې ده. کله چې دغه حجرې د ناروغۍ د رامنځته کیدو له عوامل سره مخامخ کیږي، د پلازما په حجرو بدلیږي او ډیره اندازه انتی بادي تولیدوي. د 04_A06  انتي بادي  هم په همدې طریقه تولیدیږي. څېړونکو جینیتیکي جوړښت ډیکوډ کړ او هغه یې بیا تولید کړ.

کلاین وايی: «نور دې ته اړتیا نسته چې تل له ناروغانو وینه واخیستل سي. د انتي بادي جوړښت په لابراتوار کې یو ډول حجرې ته انتقالوو او دغې حجرې ته سپارښتنه کوو چې دغه پروټین، یعنی هم هغه انتي بادي تولید کړي. په دې طریقې سره کولای سو په ډیر حجم انتي بادي تولید کړو.»

اړوند:ملگري ملتونه: په ۲۰۲۳م کال کي ۴۰ میلیونه کسان په ايډز اخته ول

نوې انتي بادي په لوړې اغیزمنتیا سره

نورې انتي بادي هم کشف سوې دي، خو  04_A06  د پام وړ قوي ده. په سویس کې د زوریخ د پوهنتون د ویروس پیژندنې د مؤسسې مدیر، الکساندر ترکولا  وايی: «04_A06  له نظري پلوه، یوازي کولای سي داسي اغیزمنتیا ولري چې نورانتي بادي هغه یوازې په ترکیب کې تولیدولای سي.»

دلته ددغې انتي بادي له «قوي» څخه هدف دادی چې حتی د انتي بادي ډیره کم مقدار په ککړو حجرو کې ډیر لوړ اغیز لري. دغه ټکی هغه خت ارزښت پیدا کوي چې په راتلونکي کې انتي بادي د دارو درملو او تزریقي شکل سره وکارول سي، خو تزریقي اندازه یې محدوده ده  او د څو ځله تزریق کول به یې ( د مثال په ډول ۲۰ ځله)، هم ستونزمن او هم گرانبیه تمام سي.

په دارو درملو تر تبدیل کیدو پورې اوږده لار

سره له دې د مونشن په تخنیکي پوهنتون کې د عفونت پیژندنې د څانگې مشر، کریستوف شپینر وايی: » دارو درملو ته د 04_A06 تر تبدیلیدو پورې لا ډیر واټن موجود دی. تر اوسه پورې ارقام یوازې له لابداتوار څخه دي او په ريښتیني ژوندانه کې یې اغیزمنتیا نه ده ثابته سوې.« همدارنگه ترکولا ټینگار کوي او وايی: «سړی نه سي کولای دا پیشبیني کړي چې دغه انتی بادي به په کلینیکي کارولو کې بریالۍ وي، خو نښې یې ډیرې هیله بخښوونکې دي.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل