1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د بیا یووالي ۲۹مه کلیزه لمانځي

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د آلمان د بیا یووالي د ۲۹مې کلیزې په مناسبت ویلي دي چې د آلمان د ختیځو او لویدیځو ایالتونو تر منځ د مساوي شرایطو رامنځ ته کیدو له پاره ډیر کار ته اړتیا ده.

Tag der Deutschen Einheit - Offizielle Feier
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د ۱۹۹۰م کال د اکتوبر میاشتې په ۳مه نیټه د ختیځ او لویدیځ آلمان د بیا یو ځای کیدو تړون عملي بڼه غوره کړه. په دغه تړون سره ختیځ او لویدیځ آلمان له ۲۹ کلونو راهیسې بیرته یو ځای شوي دي او د آلمان فدرالي جمهوریت په نامه یایدیږي. د دغه یوالي وروسته د آلمان د فدرالي جمهوریت پلازمېنه له بن څخه برلین ته انتقال شوه. هغه مهال ختیځ آلمان د آلمان د دیموکراتیک جمهوریت په نامه یادیده.

د آلمان صدراعظمه او نور جګپوړي سیاستوال سږ کال د آلمان د بیا یووالي ورځ د آلمان په شمالي ښار کیل کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځي.

د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل د برلین دیوال تر ړنګیدو ۳۰ کاله وروسته د آلمانانو یو ځای کیدو ته لا د یوې نابشپړې پدیدې په توګه ګوري. هغې د آلمان د بیا یووالې د ۲۹ کلیزې په مناسبت په کیل کې وویل: «د آلمان دولتي یووالی بشپړ شوی دی. خو د آلمانانو یووالی او د دوی وفاق نه د ۱۹۹۰م کال د اکتوبر په دریمه بشپړ وو او نه هم نن بشپړ شوی دی.» مېرکل په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د آلمان یووالی کوم «وضعیت» نه بلکې یو دوامداره بهیر او تلپاتې مسوولیت دی. هغې زیاته کړه چې دلته زموږ په هیواد کې د ټولو اوسیدونکو کې د پیوستون موضوع مطرح ده.

د آلمان د فدرالي شورا مشر دانیل ګونتر، په خپله وینا کې په سیاسي بحثونو کې د «بدلون» له ټکې څخه د ناوړه استفادې په هکله خبرداری ورکړ. هغه د آلمان د بیا یووالي د ۲۹ کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې هغه مهال د آلمان په دیموکراتیک جمهوریت کې خلک په ډیر جرأت او شهامت سره سړکونو ته راووتل او په سوله ایز ډول یې د آلمان بیا یووالی تر لاسه کړ.

د ختیځ او لویدیځ آلمان بیا یو ځای کیدل هغه مهال د آلمان د فدرالي جمهوریت د صدراعظم هلموت کول، په دوره کې تر سره شول. هغه نسل چې له دغه یووالي وروسته رالوی شوی دی د ختیځ او لویدیځ آلمان د بیلتون هیڅ خاطره یې نه ده تجربه کړې. که څه هم دغه یووالي د آلمان د فدرالي جمهوریت له پاره ډیر لګښتونه درلودل خو بیا هم د لویدیځ او خیتځ برخو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لحاظه توپیر تر سترګو کیږي.

د اکتوبر دریمه په آلمان کې عمومي رخصتي وي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل