1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران پر شاملولو غور

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک پر ایران نوي بندیزونه اعلان کړل. دغو بندیزونو د سپاه پاسداران په ګډون هغه کسان هدف ګرځولي، چې په ایران کې یې د خلکو د لاریونونو په مخنيوي کې له زور زياتي کار اخيستی دی.

Berlin | Annalena Baerbock trifft pakistanischen Außenminister Zardari
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک په روانو مظاهرو کې د ایراني اتباعو له سختو ځپلو وروسته «د ایران د سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې د شاملیدو» د احتمال خبره کړې ده. 

پر ايران د اروپايې اتحاديې نوي بنديزونه او د ايران غبرگون

د آلمان د زرغون ګوند دغه سیاستوالې د یکشنبې په ورځ  (د اکتوبر په ۳۰ مه)  د آلمان د لومړي تلویزیون په خبري خپرونه کې په صراحت وویل: «موږ د بندیزونو نوې بستې عملي کوو.  په دې لټه کې یو او چې څنګه کولی شو د سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړو«.

د سپاه پاسداران له لورې اعتراض کوونکو ته ګواښ

د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۹ مه د سپاه پاسداران عمومي قوماندان په شیراز کې په خپله یوه وینا کې د اعتراضونو د پای ته رسیدو غوښتونکی شو. هغه اعتراض کونکي وګواښل او ویې ویل: «نن ورځ ستاسې د شرارت وروستۍ ورځ ده.»

ایران پر دویچه ویله فارسي او څو اروپایي بنسټونو بندیزونه ولګول

امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ پر مهال سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړې وه، خو په اروپایي ټولنه کې دغه سازمان په ورته کوم لېست کې نشته.

که د اروپایي ټولنې ټول غړي هېوادونه سپاه پاسداران د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړي، نو غړي هېوادونه کولی شي چې د دغه سازمان شتمنۍ کنګل کړي.

ف/ ظ / ب/ ص ( دویچه ویله)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل