1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آلمان: د ترهګریز برید په تور ۳ مهاجر نیول شوي دي

۱۳۹۷ بهمن ۱۰, چهارشنبه

د آلمان پولیسو د ترهګریز برید په تور درې عراقي مهاجر نیولي چې غوښتل یې په کور کې د جوړ شوي بم په واسطه په آلمان کې موټریز یا وسله وال برید ترسره کړي. څارنوالانو بیا پر دوی د اسلاميستي انګیزې لرونکي یوه برید تور پورې کړی.

Deutschland Spezialeinsatzkommando SEK Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/G. Wendt

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۳۰ نیټه) د پولیسو له لوري درې عراقي مهاجرین په داسې حال کې ونیول شول چې د آلمان په شمالي برخه کې یې د یوه ترهګریز برید د پلان له پاره چمتوالی نياوه. د آلمان پولیسو ویلي دي چې تر څو میاشتو اوږدو پلټنو وروسته یې دوه تنه ۲۳ کلن او بل ۳۶ کلن عراقي مهاجر د دې هیواد په شلیسویګ هولشټاین ایالت کې نیولی دي.

په عین حال کې د آلمان د فدرالي څارنوالانو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د پلټنو پر اساس تر اوسه پورې تورنو کسانو د خپل برید ځای نه وو مشخص کړی. د نیول شوو کسانو له ډلې څخه پر دوو کسانو د اور لوبو له توکو څخه ترلاسه شوو بارودو څخه د بمونو جوړولو تور دی. د نیول شوو کسانو له ډلې څخه پر دریم کس باندې د ترهګریز پلان په جوړولو کې د مرستې کولو تور دی.

د دغه ترهګریز برید پلټونکو د دوو تنو ۲۳ کلنو عراقیانو نومونه شاهین ف. هیرش ف. یاد کړي دي. پلټونکو ویلي چې دوی له انترنت څخه د بمونو جوړولو په هکله لارښونې او معلوماتو تر لاسه کړي ول او دا چې دوی له انګلستان څخه د چاودیدونکو توکو یوه آله را نیولې وه. زیاته شوې ده چې بریتانوي چارواکو آلمان ته د دغه آلې د لیږد مخنیوی کړی وو.

د معلوماتو له مخې یادو دواړو کسانو د روف س. په نامه له یوه بل ۳۶ کلن عراقي څخه د یوې توفنګچې د رانیولو په برخه کې مرسته ترلاسه کړې وه. څارنوالانو ویلي دي چې له دې کبله چې د شاهین ف. او هیرش ف. د توفنګچې د لوړې بیې له پاره پیسې نه درلودې، دوی د موټریز برید په هکله په فکر پیل کړی وو.

د دې ترهګریز برید تورن کس شاهین ف. د روان کال په جنوري میاشت کې د موټر چلونې د لایسنس د ترلاسه کولو له پاره زده کړې هم پیل کړې وې. څارنوالانو ویلي دي چې دغو دواړو شکمنو کسانو د ۲۰۱۸م کال په پای کې پریکړه وکړه چې په آلمان کې د اسلاميستي انګیزې درلودونکی یو ترهګریز برید ترسره کړي. د آلمان څارنوالانو په دې اعلامیه کې همدا راز ویلي دي چې په دې هکله چې آیا دوی له کوم ترهګریز سازمان سره اړیکې لري او که نه، پلټنې روانې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب