1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان د تروریستي بريدونو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د آلمان د استخباراتو اداره وايي چې د تېر په پرته اوس په دغه هېواد کې د افراطي اسلامپالو د تروریستي بریدونو ګواښ ډېر دی. دليل يې تر ډېره د غزې جګړه بللې شوې ده. په دې کې د طالبانو او داعش یادونه هم شوې ده.

د آرشیف انځور - آلماني پولیس د غربي ښار کولن په مربوطاتو کې دندې پر مهال
د آرشیف انځور - آلماني پولیس د غربي ښار کولن په مربوطاتو کې دندې پر مهالانځور: Sascha Thelen/dpa/picture alliance

د آلمان د کورني استخباراتو د ادارې مشر توماس هالدينوانګ، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په حاضر وخت کې «د جهاديانو د بریدونو خطر د تېرې اوږدې مودې په پرتله ډېر لوړ دی.»

خبرځای زیاتوي چې دغه ګواښونه په ځانګړې توګه په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ روانې جګړې سره زيات شوي دي.

هالدینوانګ، وويل چې ګواښونه د مختلفو فکتورونو په دليل ډېر شوي دي چې په دې برخه کې ېې د رادیکال عقاید درلودونکي افرادو نقش ته اشاره وکړه.

هغه په دې لړ کې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو او همدارنګه په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګي د ځواکمنېدا يادونه وکړه.

هالدینوانګ دغه راز په سکاندنياوي هېوادونو کې د قرانکریم سوځولو پېښې او په غزې تړانګه کې د حماس پر ضد د اسرائيل ځواکونو عملیاتو د «راديکال کېدو» سره د مرسته کوونکو مواردو په توګه یاد کړل.

هغه وويل: «د حماس تر تروریستي حملې وروسته په منځني ختيځ کې موجوده وضعیت د اسلامپال تروریزم د ګواښ په ډېرېدو کې رغنده مرسته کوي.»

دغه آلماني چارواکي زیاته کړه چې «د جهادیانو تمرکز د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله پر آلمان او امریکا متحده ایالاتو ډېر دی، دا ځکه چې زموږ هېواد د اسرائيل یو له تر ټولو مهم ملاتړ کوونکي په توګه ارزول کيږي.»

د آلمان ولسشمر، فرانک والتر شتاین مایر، د جون په ۷مه د منهیام د می میاشتې د حملې ځای ته ورغی او له نور چارواکو سره ېې د پېښې په تړاو د سکوت مراسم ادا کړلانځور: Thomas Lohnes/Getty Images

په می میاشت کې يو ۲۵ کلن افغان د آلمان په منهایم ښار کې د پکس اروپا په نوم د اسلام ضد یو خوځښت له خوا پر جوړې غونډې د چړې حمله وکړه او پنځه تنه ېې ټپيان کړل. په ټپيانو کې يو پوليس هم وو چې وروسته ېې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. څېړونکي ګومان کوي چې کېدای شي دغه حمله له افراطي اسلامپالنې سره تړاو ولري.

 هالدینوانګ وايي: «امنيتي وضعیت ډېر ترينګلی دی.» هغه زیاته کړه چې ادارې ېې هېڅکله د اسلامپاله افراطيانو ګواښ ته په کمه نه دي کتلي.

 د آلمان د استخباراتو ادارې مشر وويل چې آلمان په حاضر وخت کې له درو مهمو ننګونو سره مخ دی: د اسلامپاله ترویزم ګواښ، د ښي اړخي افراطیت وده چې د ټولنیزو شخړو په تشدید کې مرسته کوي او د بهرنیو هېوادونو نفوذ او جاسوسي فعالیتونه.

(dpa)mks/nz

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

05:51

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل