1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د تورنگن تر ايالتي ټاکنو وروسته د حکومت جوړولو ستونزه

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

د آلمان د تورنگن په ايالتي ټاکنو کې کيڼ اړخه گوند تاريخي بريا ترلاسه کړې. خو د دغه گوند حکومتي ائتلاف چې سوسيال ديموکرات او زرغون گوند پکښې شامل دي، د حکومت جوړولو له پاره نور اکثريت نه لري.

Deutschland Landtagswahl in Thüringen Bodo Ramelow
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

د تورنگن د ایالتي ټاکنو په ترڅ کې ايالتي لومړي وزير بودو راملوو، وکولای شول خپل گوند په لومړي ځل په تر ټولو قوي ځواک بدل کړي. خو ايالتي حکومت چې د کيڼ اړخه گوند، سوسيال ديموکرات او زرغون گوند د ائتلاف په پايله کې جوړ شوی وو، اکثريت له لاسه ورکړی دی.

د صدر اعظمې انگلا ميرکل مسيحي ديموکرات گوند چې له ۱۹۹۰م کال راهيسې یې په دې کوچني ختيځ ایالت کې تل تر ټولو زياتې رایې اخيستې دي، ډېرې خرابې پايلې درلودلې. دې گوند د «ای اف دي» يا آلمان له پاره بديل گوند څخه هم کمې رایې ترلاسه کړي او دريم مقام یې خپل کړی دی.

راملوو يووار بيا د حکومت جوړو دنده ترلاسه کړې خو د نويو ائتلافي ملگرو لټول به ښايي ډېر ستونزمن وي.

د ټاکنو ايالتي کميسيون د تولو رايو تر شميرلو وروسته وويل چې کين اړخه گوند ۳۱ سلنه ، مسيحي ديموکرات ۲۱،۸ فيصده او د آلمان له پاره بديل گوند چې مشري یې ښي اړخه عوامپال بيورن هوکه کوي ۲۳،۴ سلنه راېې ترلاسه کړي دي. سوسيال ديموکرات گوند بیا د ۸،۲ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره په دې ايالت کې ډېرې رای له لاسه ورکړي دي. زرغون گوند ۵،۲ سلنه رایې اخيستي دي.

ليبرال گوند ډېر په مشکل وشو کولای چې پارلمان ته د داخليدو له پاره اړينې پنځه سلنه ترلاسه کړي. په ټاکنو کې د خلکو گډون د ۲۰۱۴ م کال په پرتله ښه وو او ۶۶ سلنه وگړو خپله رايه کارولې وه.

د نوي حکومت په جوړولو کې ستونزه

خو په تورنگن کې تر ايالتي ټاکنو وروسته اوس د يوه نوي حکومت رامنځته کول ستونزمن شوي دي. کين اړخه گوند که څه هم چې اکثريت څوکۍ لري خو نه شي کولی چې په يوازې سر او يا لکه تر اوسه پورې د سوسيال ديموکرات او زرغون گوند سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. د مسيحي ديموکرات گوند مخکښ کانديد مايک موهرنگ بيا تر ټاکنو وروسته په حکومت کې د شامليدو امکان په بشپړه توگه رد نه کړ خو روښانه یې کړه چې په دې هکله به تصميم «يوازې په تورنگن» کې او نه د گوند په مقر کې ونیول شي.

په تورنگن کې د مسيحي ډيموکرات گوند کانديد مايک موهرنگانځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

نوموړي وويل چې په لومړي ځل یې اکثريت نه دی ترلاسه کړی. هغه زياته کړه: «خو دا په دې معنی نه دی چې موږ به ځان کونج ته کړو بلکې موږ بايد مسئوليتونه پر غاړه واخلو.»

د گوند له مشرتابه سره مشورو ته په کتو سره نوموړي وويل: «زه د دې له پاره چې وپوهيږم څه تورنگن ته گټه کوي، برلين ته اړتيا نه لرم.»

خو روښانه ده چې مسیحي سوسيال گوند به په تورنگن کې تر سختې ماتې وروسته د راتلونکي تگلاره روښانه کړي. ياد گوند تر اوسه د کيڼ گوند سره ائتلاف په بشپړه توگه ردوي. د گوند په عمومي کانگره کې د «همکارۍ هر ډول» رد شوی وو.

خو د آلمان له پاره د بديل گوند پرته به د حکومت جوړول يوازې په هغه صورت کې امکان ولري کله چې مسيحي ديموکرات گوند او يا لیبرال گوند له کيڼ اړخو سره همکاري وکړي ـ يعني یا خو په ائتلاف کې شامل شي او يا يو د اقليت حکومت وزغمي.

ټولو گوندونو د آلمان له پاره له بديل گوند سره همکاري چې په ټاکنو کې دويم قوي ځواک گرځېدلی، رد کړې ده.

bs/ms (dpa, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب