1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د خارجيانو د کورنيو له پاره ۱۲۵ زره ويزې ورکړل سوي

۱۴۰۲ دی ۴, دوشنبه

د جرمني په پارلمان کي د کيڼ اړخي د استازې کلارا بونکر د پوښتني په جواب کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت د جواب له مخي، په ۲۰۲۳م کال کي په آلمان کي د بهرنيانو د کورنيو د غړو له پاره ۱۲۴ زره او ۶۲۵ ويزې ورکړل سوي دي.

Frankfurt, Deutschland  | Asylreform in der EU
انځور: epd

دغه رقم د نوموړو کسانو د کورنيو له غړو سره د الحاق له پاره د ورکړل سوو ويزو د تير ميلادي کال په پرتله څه د پاسه  ۷۵۰۰ زياتوالی ښيي. 

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د شميرو له مخي، د کورنيو د غړو د الحاق په دغه کټگورۍ کي  ډېر کسان له افغانستان او سوريې څخه راغلي مهاجر شامليږي.

د دغو معلوماتو له مخي، په ۲۰۲۳م کال کي د پناه غوښتونکو له پاره ۱۰ زره او ۵۷۰ آلمانۍ ويزې په رسميت پيژندل سوي او په ۱۲ زره او ۶۷ مواردو کي د کورنيو د هغو غړو له پاره ويزې ورکړل سوي چي د پناه غوښتني له شرايطو سره برابر نه دي، خو د بيرته ستنيدو په صورت کي ښايي په خپلو هيوادونو کي له شکنجو او يا هم اعدام سره مخامخ سي.

د دغو ويزو ۲۵۴ موارد د کورنيو هغو غړو ته ورکړل سوي چي د پناه غوښتني حق لري.

برعکس د «کورنيو د عمومي الحاق» په مورد کي هم ۱۰۱ زره او ۷۳۴ ويزې د هغو خارجي اتباعو کورنيو ته ورکړل سوي دي چي آلمان ته راتښتيدلي نه دي او د پناه غوښتني په کټگورۍ کي نه شامليږي.

په دې برخه کي د مثال په ډول د هغو کسانو د کورنيو د غړو له پاره چي د ترکيې تابعيت لري، د جرمني  شاوخوا ۱۲ زره ۵۰۰ ويزې ورکړل سوي دي.

سربيره پردې په ځينو مواردو کي متقاضيان مجبوريږي چي د ويزې د په لاس راوړلو له پاره په مياشتو انتظار وباسي.

د جرمني  د بهرينو چارو وزارت د رپوټ له مخي، د بنگله ديش په ډاکه، د پاکستان په اسلام آباد او د نايجيريا په لاگوس کي د جرمني په سفارتونو کي د ويزې د ترلاسه کولو له پاره د انتظار وخت له يوه کال څخه اضافه وي. دغه محدوديتونه په افغانستان کي هم د دغه ډول ويزې د غوښتونکو له پاره صدق کوي.

د يوه کارپوه په خبره :«د پناه غوښتونکو د کورنيو ډېر غړي، د تيښتو لارو د بنديدو او د پناه غوښتنې د اوږدو پړاوونو له امله په کلونو يو له بل څخه بيليږي او ځيني کوچنيان هم د ډېر کلونه له والدينو جلا او يا هم په بشپړ ډول  پرته له هغو رالوييږي.» 

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب