1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

آلمان د داعش پنځه شکمن تاجیک غړي نیولې دي

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د آلمان پولیسو د تاجیکستان پنځه اتباع په دې هیواد کې په دې شک نیولي دي چې د داعش ترهګرې ډلې غړیتوب یې درلود او په آلمان کې یې پر میشتو امریکایي ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړول.

Symbolbild - Antisemitismus - Polizei vor Synagoge
انځور: Getty Images/A. Koerner

په دې ترڅ کې څلور شکمن کسان د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د آلمان په نارد راین ویستفالن ایالت کې د څو کورنو او نورو ځایونو تر په نخښه کولو وروسته ونیول شول. یو بل کس بیا وختي د پولیسو له خوا نیول شوی وو.

د آلمان د کارلزروهه، ښار څارنوالانو ویلي دي چې ښايي دغو پنځو تنو همداراز پر هغو کسانو باندې د بریدونو پلان درلود چې د دوی له نظره د اسلام منتقدین ول.

پر دغو پنځو تنو باندې د ۲۰۱۹م کال په جنوري میاشت کې د ترهګرې ډلې داعش سره د یوځای کیدو او بیا په لومړي سر کې په تاجیکستان کې د بریدونو پلانولو تور لګول شوی دی.

څارنوالانو زیاته کړې ده چې دغو پنځو تنو تر هغه وروسته آلمان ته خپل تمرکز اړولی دی چې له افغانستان او سوریې څخه یې د داعش له لوړپوړو غړو تازه اوامر ترلاسه کړل.

دغو کسانو د نورو اهدافو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو پر هوایي اډو باندې بریدونه پلان کړي ول. هغو لا وختي په انترنت کې د بمونو د پرزو فرمایش ورکړی وو او وسلې او مهمات یې ذخیره کول.

څارنوالانو زیاته کړې ده چې نیول شویو کسانو د یوه داسې کس چې د دوی له نظره یې د اسلام ضد څرګندونې کړې وې، د وژلو پلان هم جوړ کړی وو او پر هغه باندې یې څارنه پیل کړې وه. له دې ډلې څخه یې پر دوو تنو دا تور هم لګول شوی دی چې د ۴۰ زرو ډالرو په بدل کې یې د یوه کس د وژلو په موخه البانیا ته سفر کړی وو، خو دغه پروژه بیا ناکامه شوه او هغوی بیرته آلمان ته ستانه شوي ول.

آلمان تر دې مخکې هم داسې کسان نيولي ول چې په دې هیواد کې د ترهګرو بریدونو ترسره کولو پلان درلود.

د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې د دې هیواد امنیتي ځواکونو درې تنه چې ښايي د داعش په نوم یې د یوه بمي برید پلان لره، نیولې وو.

آلماني چارواکي اټکل کوي چې په دې هیواد کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ افراطي مسلمانان شته چې له ډلې څخه یې شاوخوا ۶۸۰ تنه په ځانګړې توګه خطرناکه بلل کیږي او کیدای شي په تاوتریخوالي لاس پورې کړي.

آلمان اوس هم د جهادي ډلو له پاره یو هدف بلل کیږي په ځانګړې توګه په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت پر ضد ایتلاف کې د دې هیواد د ښکیلتیا له کبله.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب