1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له ایران سره د ترینګلتیا د کمښت له پاره خبرې کوي

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

د امریکا له لوري په عراق کې د جنرال قاسم سلیمانې تر وژل کیدو وروسته اروپايي مشرانو د آرامۍ او زغم غوښتنه کړې ده. په سیمه کې د نازک وضعیت سربیره، په عراق کې د آلماني عسکرو د شمیر د ډیرښت پلانونه نه لیدل کیږي.

EU-Außenbeauftragter Josep Borrell mit Heiko Maas
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د یوه هوايي برید په پایله کې د عراق په هوايي ډګر کې د ایران تر ټولو جګپوړی پوځي جنرال قاسم سلیماني ووژل شو، اروپايي مشرانو په دې وضعیت کې د آرامۍ او زغم غږ کړی دی. د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۴مه نیټه) د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې د ملګرو ملتونو او اروپايي همکارانو سربیره هغه هم هیلمن دی چې له ایران سره به مستقیمي خبري وکړي څو د سلیماني تر وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې وضعیت بیرته عادي لور ته سوق کړي.

د بیلډ په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: «په راتلونکو ورځو کې موږ به په ملګرو ملتونو او له اروپايي ټولنې سره د خبرو پرمهال او همداراز په سیمه کې د خپلو ملګرو او ان له ایران سره د خبرو له لارې ټولې هڅې وکړو څو [په منځني ختیځ کې] د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیول شي.»

انځور: Reuters/WANA/N. Tabatabaee

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې امنیتي او سیاسي وضعیت ډیر نازک بریښي، ماس وویل چې آلمان داسې هیڅ پلان نه لري څو په عراق کې د شاوخوا ۱۲۰ آلماني سرتیرو شمیر په اوسني وضعیت کې لوړ کړل شي. ماس وویل: «د اسلامي دولت [داعش] پر وړاندې مبارزه لا هم د آلمان په ګټه ده او همداسې به پاتې شي او د آلمان پوځ [هلته] په دې برخه کې مهمې روزنې ورکوي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له بیلډ ورځپاڼې سره په دې مرکه کې همداراز وویل چې هغه د بریتانیا او فرانسې او همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په تماس کې دی. نوموړي سربېره پر دې وویل چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسئول جوزیف بوریل هم د سلیماني تر وژل کیدو وروسته د ترینګلتیاوو د کمښت غږ کړی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب