دغه ترافیکي پېښه د نويشتات ام روبنبېرګ په شمال، د B6 لويې لارې ته نژدې شوې ده.
د پولیسو یوې ویاندې د يکشنبې په سهار وختي د آلمان خبري آژانس (dpa) ته وويل چې د پېښې پر مهال په دغه موټر کې درې کسان سپاره ول چې درې واړه ېې مړه شوي دي. هغې وویل چې په دوی کې یو د موټر چلونکی دی چې ۲۲ کاله عمر ېې درلود او دوه ځوانې ښځې دي، خو روښانه نه ده چې عمرونه ېې څومره دي.
د ویاندې په خبره دغه موټر په داسې حال کې د پټلۍ په سر له تېر شوي سړک څخه د تېرېدو په حال کې وو چې د پټلۍ دروازه د موټرو پر مخ راکوزه شوې وه.
د قانون له مخې هغه سړکونه چې د ريل ګاډي پټلۍ له سره تېر شوي، د پټلۍ دواړو څنډو ته ېې اتومات دروازې لګول کیږي، چې سېمې ته د ريل ګاډي د نژدې کېدو څخه د مخه راښکته کيږي چې د ريل ګاډي تر تېريدو وروسته بېرته د موټر پر مخ خلاصیږي. دا له هغو مهمو مواردو څخه ده چې د موټر چلونې په ښوونځيو کې زده کونکو ته په عملي او نظري توګه ورښوول کيږي.
د پولیسو ویاندې دا هم وويل چې په دغه سېمه کې لګول شوې اتومات دروازه د هغه ډول څخه وه چې ټول سړک په بشپړه توګه نه بندوي. هغې زیاته کړه چې ريل ګاډی دوه پوړيز سیمیز ډوله وو او «په بشپړ سرعت» کې وو چې دغه موټر ېې لاندې کړ.
(dpa)mks/mns
د اورګاډو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم:
د نړۍ تر ټولو گړندی اورګاډی
ديرش کاله وړاندې آلمان د نړۍ تر ټولو گړندی اورګاډی درلود. اوس چين غواړي چې تر ټولو مخته وي. گړندي اورګاډي چې د ځواکمنتيا نښه بلل کيږي، په نړۍ کې يې د صنعتي شرکتونو او حتی هيوادونو پام ځان ته اړولی دی.
انځور: imago/imagebrokerد آلمان پخوانی نړيوال ريکارډ
ديرش کاله مخکې د آلمان (ICE) ډوله اورګاډو په يو ساعت کې د ۴۰۶ کيلومترو واټن په وهلو سره د نړۍ تر ټولو گړندی اورګاډی وو. دغه سرعت ته د رسيدولو له پاره څه باندې ۱۱ زره آسپاوره ځواک ته اړتيا وه.
انځور: picture-alliance/dpaخو د آلمان دغه ريګارډ ډير عمر نه درلود، يوازې دوه کاله وروسته فرانسې داسې اورګاډي جوړ کړ چې په يوه ساعت کې يې ۵۱۵ کيلومتره واټن واهه. دغه اورګاډی «ترين ګرانده ويتيزه» Train Grande Vitesse نوميږي. فرانسې په ۲۰۰۷م کال کې نوره هم مخته لاړه، د دغه اورګاډي نوی ماډل يې جوړ کړ چې په يوه ساعت کې تر ۵۷۴ کيلومتره واټن ووهي.
انځور: APد جاپان شینکانس یا بوليت (ګولۍ)
د جاپان د شينکانس (Shinkansen) اورګاډي په عادي حالت کې تر ټولو گړندی سرعت په ساعت ۳۲۰ کيلومتره دی. دا سرعت د فرانسې د (AGV) اورګاډي ته ورته يا مساوي دی. د جاپان دغه اورګاډي په بوليت یا ګولۍ باندې شهرت لري. د بوليت اورګاډي اوږده پوزه د چټک سرعت پر وخت تونلونو ته د دننوتلو پر وخت د هارن کولو او خبرداري په موخه مرسته کوي.
انځور: Reuters/Kyodoچين د لا پرمختک په هڅه کې
چين حاضردمه داسې اورګاډي لري چې په يو ساعت کې یې سرعت نژدې تر ۵۰۰ کيلومترو پوري رسيږي. د چين نوی ايکسپرس اورګاډی (Fuxing Hao) د شانګهای او بيجنګ ترمنځ په يو ساعت کې د ۳۵۰ کيلومترو په سرعت حرکت کوي چې د ۱۳۰۰ کيلومترو واټن يوازې په څلورنيمو ساعتونو کې وهي. چين غواړي دغه سرعت ۴۰۰ کيلومترو ته په ساعت کې پورته کړي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.comآلمان په ۱۹۸۰م کال کې په آزمايشي توګه د اورګاډي په جوړولو کې د مګنيتک – ليفتیشن (magnetic-levitation) له تکنالوزۍ کار واخیست. د آزموينې پر وخت د دغه اورګاډي نهايي سرعت په ساعت کې تر ۴۵۰ کيلومترو ورسيد. د دغې پروژې له پاره په ميلياردونو يورو سرمايه ګزاري شوې، خو حکومت له خوا يې تمويل په ۲۰۱۱م کال کې ودرول شو.
انځور: picture-alliance/dpa۳۰،۵ کيلومتره واټن په ۸ دقيقو کې
په آلمان کې د مګنيتک – ليفتیشن پروژه ختمه شوه، خو چين هغې ته ادامه ورکړه. په حاضر وخت کې د چين «شانګهای مګلیف ترين» اروګاډی د نړۍ تر ټولو گړندی سرعت درلودونکی سوداګريز اورګاډي دی. د «مګنيتک – ليفتیشن» تکنالوژي مرسته کوي چې د دغه اورګاډي سرعت په يو ساعت کې تر ۴۳۰ کيلومترو پورې لوړ شي. دغه اورګاډي د شانګهاي له ښاره تر هوايي ډګره پورې ۳۰ اعشاريه ۵ کيلومتره واټن يوازې په ۸ دقيقو کې وهي.
انځور: picture-alliance/dpaتر چين وروسته سويلي کوريا
تر چين وروسته سويلي کوريا هم د مګنيتک- ليفتیشن له تکنالوژۍ څخه کار واخيست. د ايکوبي (Ecobee) په نوم دغه اورګاډی چې چلونکی نه لري، د يونګیو (Yongyu) ښار د انچيون (Incheon)هوايي ډګر سره نښلوي، چې ۶ کيلومتره لاره ده. خو دغه اورګاډی يوازې په ساعت کې شاوخوا ۸۰ کيلومتره واټن وهي. سويلي کوريا دغه پروژه په ۲۰۱۶م کال کې پرانيستله.
انځور: picture-alliance/Yonhapد جاپان «مګليف» اورګاډي چې اوس ورباندې کار روان دی په ۲۰۲۷م کال کې به توکيو له ناګويا سره ونښلوي. دغه اورګاډی به له پټلۍ څخه لس سانتي متره پورته په هوا کې وي او د الکترو مقناطیسي چارچونو په ذریعه به قوت اخلي. دا به تر کوريايي اورګاډي ډير زيات گړندی وي. هغه واټن چې نن يې د جاپان بوليت اروګاډی په ۹۰ دقيقو کې وهي «مګليف» به يې په ۴۰ دقيقو کې ووهي.
انځور: picture-alliance/AP/Yomiuri Shimbunپه يوه ساعت کې ۱۲۲۵ کيلومتره سرعت
بنسټګر «ايلون موسک» په ترانسپورتي برخه کې د «هايپرلوپ» يوه بشپړه نوې نظريه وړاندي کړې ده. پر دغې نظريې جوړ اورګاډی به په يوه ساعت کې شاوخوا ۱۲۲۵ کيلومتره واټن وهي. د دغه ماډل اورګاډي لومړني تيستونه په کلفورنيا کې ترسره کيږي. فرانسه هم غواړي دغه ډول اورګاډي جوړ او خپله يې وآزموي. «ايلون موسک» د هوا (SpaceX) او د موټر جوړونې (Tesla) کمپنۍ بنسټګر دی.
انځور: REUTERS/Nick Kincade/Tesla Motors