1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د سپيانو له خاوندانو څخه ۴۰۰ ميليونه ماليه اخيستې

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د آلمان خزانې ته پروسږکال تر ۴۰۰ میليونه ډېري یورو د سپيانو له مالیو څخه ورغلي دي، چي له تیرو لسو کلونو راهیسي په دغه برخه کي ۴۶ سلنه ډېروالی ښيي.

خوشحاله سپي
خوشحاله سپي انځور: La Nacion/ZUMApicture alliance

د آلمان د ورکړل سویو شمیرو له مخي پروسږکال د دغه هیواد په مرکز او نورو ښارونو کي د سپیانو له خاوندانو څخه ۴۰۱میليونه یورو راټولي کړل سوي دي، د ماليې دغه کچه د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۵،۴ سلنه لوړوالی ښيي، په ۲۰۲۰ م کال کي له دې لاري ترلاسه سوې مالیه ۳۸۰میلون یورو وه.  

اړوند: سپي کولای شي چې سرطان تشخیص کړي


په تېرو دوو کلونو کي چي د کرونا وبا له امله یو زیات شمېر خلک پر کور پاته ول او له کوره يې کار کاوه، نو په کورونو کي د سپيانو ساتنه هم ډېره دود سوې وه.  


البته د کرونا د وبا له خپرېدو څخه ترمخه هم دغه بهیر یوڅه ناڅه لوړ سوی ؤ، نو همدا سبب دی چي د سپیانو له څښتنانو څخه د لسوکالو ترمخه راټوله سوې مالیه، چي ۲۷۵ یورو وه، لس کاله وروسته ۴۰۱ میليونه یورو ته لوړه سوې ده.  

اړوند: سپیان په کرونا اخته کسان په بوی سره پیژندلای سي


په ښارونو کي ښاروالۍ او په لیري سیمو کي ولسوالیو ته واک ورکړل سوي دی، چي په کورونو کي د ساتل سویو سپيانو د شمېر او نسل له مخي مالیه وټاکي.


دا خبره هم د یادوني وړده چي د مالیاتو د راټولولو زیاتوالی یوازي د زیاتو هغو خلکو ، چي سپيان لري په غوښتنه پوري نه ده تړلې بلکي د ښار والي او ولسوالیۍ پريکړي هم ډېر رول لري. پر دې سربېره د کورونیو حیواناتو د ساتني لیوالتیا هم د نورو حیواناتو سره د پاملرني وړ ده. 


د روان کال په اپریل میاشت کي د کورنیو حیواناتو ټولني او د مرکزي ژوبڼ ټولني له خوا د خپرو کړو  معلوماتو له مخي دا په ډاګه کوي چي له دې لاري د لس سلني په زیاتوالي سره لاس ته راغلي عواید شاوخوا شپږ میلیارده یورو ته لوړ سوي دي. 

اړوند: له افغانستان څخه سلګونه سپيان او پیشوګانې کاناډا ته انتقال شوي


لنډه داچي په دې وروستیو کي د حیواناتو د ساتني ټولني هم په خپاره کړي راپور کي ویلي دي چي په روان دوبي کي د حیواناتو په ساتنځایونو کي د لوړي کچي فشار خبر ورکړی دی. یو زیات شمیر خلکو خپل ځوان سپيان دغو ساتنځایونو ته سپارلي دي.


د دغه کار یو لامل ښايي داهم وي چي یوشمیر کارګر کسان چي د کرونا د پای ته رسیدو له امله يې کاري دوره بیرته شروع سوې، نو ځکه په کورونو کي د سپیانو ساتنه يې ستونزمنه سوې ده.

په هند کي د سپيانو واده

01:08

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل