1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

آلمان د قطر بین الافغاني ناسته رضایت بخشه وبلله

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

د آلمان حکومت چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سولې د بین الافغانې ناستې له کوربه هیوادونو څخه یو وو، د دې کنفرانس پایله مثبته بللې ده.

Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې دغه هیواد د دوحي د کنفرانس د یوه کوربه په توګه له دې غونډې «ډیر راضي» دي.

آلمان د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له قطر سره یوځای په دوحه کې د طالبانو د یو شمیر غړو او ځینو افغانانو د یوه کنفرانس کوربه وو چې دواړو اړخونو په کې د سولې په اړه بحثونه وکړل.

دغه کنفرانس تر اوږدو بحثونو وروسته د یوې اعلامیې په خپریدو پای ته ورسید چې د نورو تر څنګ په کې په افغانستان کې د سولې پر راتلو او ملکي تلفاتو پر کمیدو باندې ټینګار شوی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د کنفرانس پر ګډې اعلامیې باندې توافق داسې یوه بریا وه چې تمه یې نه کیده.

په دې اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې په افغانستان کې باید «اسلامي نظام» موجود وي او د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې باید د ښځو حقونه تأمین شي. د قطر په کنفرانس کې د مدني ټولنې د استازو، ښځو د حقونو فعالانو، سیاسي ګوندونو غړو او یو شمیر دولتي چارواکو په ګډون ۶۰ تنو له افغانستان څخه برخه لرله. د طالبانو له خوا بیا د دې ډلې ۱۷ غړي د کنفرانس ګډونوال وو. خو تر کنفرانس مخکې کوربه هیوادونو، افغان حکومت او طالبانو روښانه کړې وه چې ټول ګډونوال په شخصي توګه دې غونډې ته ورځې او د حکومت، کومې ډلې او یا هم هیواد استازیتوب نه کوي.

که څه هم د کنفرانس په اعلامیه کې ځینې داسې ټکي شامل شوي دي چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته کوي، خو دغه اعلامیه غیرې الزامي ده او کیدای شي چې د افغانستان د جګړې اړخونه یې په پام کې و نه نیسي.

(ms/kh (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب