د جرمني حکومت او ايالتونو په راتلونکي کي د کرونا له امله د جبري ماسک اغوستلو څخه د سرغړوني په صورت کي د۵۰ يورو جريمې پر ورکولو موافقه وکړه.
انځور: imago images/A. Friedrichs
اعلان
د رويترز خبري آژانس په حواله پر دې موضوع باندي د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل او ددغه هيواد ۱۶ ايالتي صدراعظمانو د يوه ويډيويي کنفرانس له لاري د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه.
ويل کيږي چي د زاکسن انهالت ايالت به دغه ډول مقررات عملي نه کړي.
له دغو خبرو اترو څخه هدف داوو چي په ايالتونو کي بيلابيلو مقرراتو ته په کتو سره د مثال په ډول په لويو غونډو او شخصي مراسمو کي د ماسک اغوستلو او تست کولو په هکله واحد مقررات رامنځته سي.
هغه ايالتونه چي د کرونا د مقرراتو د عملي کولو له پاره مکلف سوي، بايد د حکومت له غوښتني سره سم له سفر څخه د راستنيدو په صورت کي د قرانطين له مقرراتو څخه د سرغړوني په صورت کي د نقدي جريمې د ورکولو سره هم موافقه وکړي.
د حکومت له خوا وړاندي سوي مسوده کي په دې هکله راغلي چي ايالتونه بايد ددې غم وخوري چي د قرانطين څخه خپله څارنه لاپسي ډيره کړي او د سرغړوني په صورت کي نقدي جريمه رامنځته کړي.
د دې کار علت په خاص ډول د جرمني په ختيځو ښارونو کي د کرونا د سختو تدابيرو په وړاندي مقاومت دی، دا ځکه چي هلته د کرونا نوي لږ پيښي ثبتيږي. د بايرن ايالت بيا برعکس د ۲۰۰۰ يورو نقدي جريمه رامنځته کړې ده.
زموږ له آرشیف څخه:
د کرونا وبا پر مهال ښوونځیو کوم تدابیر نیولي؟
په ډیرو هیوادونو کې د کرونا ویروس پيښې مخ پر زیاتیدو دي او هغه هم د دوبي رخصتیو د ختمیدو پر مهال. په مختلفو هیوادونو کې ښوونځیو کوم تدابیر نیولي؟ د انځورونو په دې ګالرۍ کې یې لیدلی شئ.
انځور: Getty Images/L. DeCicca
تایلنډ: په یوه پلاستیکي بکس کې درس
د بنکاک په وات کلونک تویې، ښوونځي کې شا او خوا ۲۵۰ شاګردان د زده کړو پر مهال باید په دغه ډول پلاستیکي بکس کې کښېني. خو پر دې سربیره باید ماسک هم واغوندي. د هر ټولګي مخې ته یوه دستشوی او صابن دانۍ شته او د ښوونځي د ودانۍ په دخلي دروازه کې د تبې د اندازه کولو آله موجوده ده. دغه ډول سخت اقدامات خپل اغیز هم ښيې، ځکه چې له جولای میاشتې راهیسې په ښوونځیو کې د کرونا نوې پيښې نه دي رامنځ ته شوي.