1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ماشومانو يوه سندره ولې جنجالي شوه؟

۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعه

په آلمان کې له طنزه ډکې د يوې سندرې په سر ناندرۍ دوام لري. په دغه سندره کې زړو ښځو (نيا يا انا) ته د چاپېريال د ککړونکو «سرکوزو» خطاب شوی دی.

Symbolbild WDR löscht Satire mit Kinderchor
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

په آلمان کې د وړکتون د مهال تقريبا ټول واړه کوچنيان د ماشومانو له يوې سندرې سره بلد دي چې د نيا يا انا په هکله ويل کيږي او عنوان يې دی «زما نيا د چرګانو کوډله کې موټرسايکل چلوي.» د دغې سندرې هر بند په هغه رديف سره پای ته رسيږي چې «زما نيا يوه ډېره غښتلې مېرمن ده.» خو د مسيحيانو تر اختر يا کريسمس وروسته د آلمان په کولن ښار کې د «ډبل يو ډي آر» رسنۍ د دغې سندرې يوه طنزيه بڼه وړاندې کړه چې د کوچنيانو يوې ډلې ويلې وه. د سندرې په دغه بڼه کې ويل شوي وو چې «زما انا د چاپېريال د ککړولو اصلي عامل ده.» دا په داسې حال کې ده چې په آلماني ژبه کې حتی د شوخۍ او «طنز» له مخې د سرکوزي يا خوک کلمه هم استعمال شوې وه ځکه چې د نيا يا انا موټرسايکل يې هره مياشت په زرونو ليټره تېل سېځي. په ويډيو کې بيا د ګرېتا تونبېرګ په مشرۍ د چاپېريال د ځوانو فعالينو نقل قول هم راځي چې ويلي يې دي: «موږ به تاسو نور دغه کار ته نه پرېږدو.»
خو وروسته له هغه چې دغې ويډيو ته ۴۰ زره کمنټونه يا تبصرې وليکل شوې، د ډبل يو ډي آر رسنۍ هغه له خپلې فيسبوک پاڼې څخه لرې کړه. 

د اقليم ساتنې فعالان د لاريون پر مهالانځور: Reuters/M. Dalder

«د نسلونو تر منځ شخړه»  

د آلمان د حکومت هغه هڅې چې غواړي د اقليم بدلون سره مبارزه وکړي، په تېرو څو مياشتو کې يوه توده موضوع ګرځېدلې ده. چاپېريال ساتونکې پېغلې او زلمي وايي چې لويان په عملي ډګر کې ناکامه شوي دي. خو په داسې حال کې چې ځوانان پخواني نسلونه د چاپېريال په اوسني بېړني حالت تورنوي او ګرموي، نيوکه کوونکي بيا وايي چې دغه ځوانان چې چاپېريال ساتنې ته تبليغ کوي، د زړو خلکو په وړاندې احترام نه لري. آرمين لاشېت چې د آلمان د نوردراين وېستفالن آيالت لومړی وزير دی، وويل چې «د چاپېريال د موثرې ساتنې په هکله خبرو اترو ته ځينې خلک لمن وهي چې د نسلونو تر منځ شخړه ورڅخه جوړيږي.»

داګمار برايتنبخ/ن ص/ا و ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب