د کاناډايي عکاس جېف وال په نندارتون سره د آلمان د مانهايم ښار د هنري اثارو تالار افتتاح شو. دغه ودانۍ چې څه باندې ۶۸ ميليونه يورو ورباندې مصرف شوي دي، په اوس وخت کې د آلمان د هنري موزيمونو يوه تر ټولو ګرانه نوې ودانۍ ده.
اعلان
د جمعې په ورځ (يعنې د ۲۰۱۸ کال د جون په لومړۍ نېټه) د مانهايم د هنر تالار له درو کلونو ساختماني او ودانيزو چارو وروسته پرانيستل شو. درې ورځې به اوس عام خلک وکولای شي چې په وړيا توګه ورڅخه ليدنه وکړي. دلته تر نن يکشنبې ورځې پورې مقالې، د موسيقۍ ټوټې او ورکشاپونه جوړيږي. د دايمي اثارو تر څنګ چې د ايدوارد مانې، ماکس بېکمن او فرانسيس بېکن په څېر د هنرمندانو هنري پنځونې رانغاړي، د سپتمبر تر نهمې پورې د کاناډايي عکاس، جېف وال، عکسونه هم په لويه کچه او بڼه نندارې ته ايښودل شوي دي. د اوګوست رودېن او البرتو جاکومېتي په اثارو سره دغه تالار د مجسمو يو استثنايي کلکسيون هم لري. د نړۍ تر ټولو لوی شخصي کلکسيون دلته په دغه ودانۍ کې ځای پر ځای شوی دی چې د آنزېلم کيفر هنري اثار پکې هم شتون لري. د مانهايم د هنري اثارو تالار او په تېره ودانۍ يې خپله هم يوه ناندرئيزه موضوع وه ځکه چې د ودانۍ چاپېره ۴۴ ټنه فولاد پوښل شوي دي او دغه تعمير په عين وخت کې په داسې يو ځای کې موقعيت لري، چې د آرت نوُوه يا نوې هنري دورې ودنۍ پکې پرتې دي. منتقدين وايي چې د هنري اثارو تالار له دې کبله د ښار له نورو ودانيو سره نه جوړيږي. «پر نويو لارو پل ايښودل»
د افتتاح په مراسمو کې د جېف وال تر څنګ د بادن وېرتن بېرګ آيالت د علمومو وزيرې، تېريزيا باور هم برخه واخيستله. هغې په خپله وينا کې د هنري اثارو پر ديجيتالي کېدو ټينګار وکړ چې په مرسته يې تماشاچيان کولای شي يو کتالوګ او په موزيم کې د ګرځېدو پلان ځان ته خپله برابر کاندي. مېرمن باور وويل: «هغه څوک چې غواړي د هنر او کلتور په مټ د ځوان نسل د تجربو نړۍ ته مخه وکړي، بايد په نويو لارو پل کښېږدي.»
دغه خبره بيا د موزيم د مديرې، اولريکه لورنڅ شعار هم دی. هغه وايي چې دغه هنري تالار بايد د هنر د پرستۍ او لمانځنې ځای نه وي، بلکې «داسې ځای وي چې بحثونه» پکې صورت نيسي.
د نازيانو له خوا په غلا شوو اثارو پسې لټون
د دغه شعار مطابق موزيم له خپلو اثارو سره هم انتقادي برخورد کوي. د ۲۰۱۱ کال راپه دې خوا د انځورونو او مجسمو د اصل او سرچينو په هکله تحقيقات پيل شوي دي. د ځينو اثارو په اړه دا شک موجود دی چې ښايي د نازيانو له خوا غلا شوي هنري اثار وي. د دغې موضوع په اړه يو نندارتون هم جوړ شو چې داسې اثار پکې نندارې وړاندې شوي وو چې ښايي د نازيانو له خوا غلا شوي وي. د دغه نندارتون د ليدلو له پاره ډېر خلک د مانهايم د هنري اثارو تالار ته ورغلي ول. يو بل نندارتون هم چې په مني کې شروع کيږي چې د امريکا له متحده آيالاتو او له پخواني شوروي اتحاد څخه اثار پکې نندارې ته ايښودل کيږي. هغه هم د روسيې او لويديځ تر منځ د اوکراين د کړکېچ له کبله او د سياسي ترينګلتيا له امله ښايي د ډېرو خلکو لېوالتيا او توجه ځان ته جلب کړي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.10.2017):
د آلمان هنري او کلتوري ارقامو ته یوه کتنه
آیا آلمان د اوپرا مینه والو ته جنت او د هنر په برخه کې یو مخکښ هیواد دی؟ آیا دلته د کتاب خبره منل کیږي او موزیمونه د فوټبال تر لوبې ډير په زړه پوري دي؟ د ارقامو له مخې د آلمان هنر او کلتور ته یوه کتنه.
برلين نه یوازې دا چې د آلمان پلازمېنه ده، بلکې ډیرو هنرمندانو ته یې خپله غیږه پرانیستې ده. د برلين د هرو ۱۰۰۰ تنو اوسیدونکو له ډلې څخه ۱۱تنه یې د هنر په برخه کې فعالیت کوي. په دې توګه نو د حیرانتیا خبره نه ده چې برلين په کال کې د ۳۸۰ هنري نندارتونو په جوړولو سره په دې برخه کې لومړی مقام لري. تر ټولو ډير هنري شرکتونه یعني په مجموع کې تر ۱۳ سلنه ډیر یې په پلازمېنه برلين کې فعاله دي.
انځور: DW
کلاسیکه موسیقي
په آلمان کې په مجموع کې ۱۳۱ رسمي آرکسترونه موجود دي چې شاوخوا ۱۰ زره غږونکي لري. آلمان د کلاسیکي موسیقۍ هنرمندانو له پاره یو جذاب هیواد دی چې ډیر لوی او کوچنیو ارکسترونو ته یې د هنري فعالیتونو فرصتونه برابر کړي دي. د مجلسي ارکسترونو څخه نیولی چې ۱۲ تنه غږونکي لري تر سمفونیک آرکسترونو پورې چې ۱۸۵تنه غږونکي لري. د آلمان تر ټولو پخوانې ارکستر چې په ۱۵۰۳ م کال کې جوړ شوی په کسل ښار کې فعالیت لري.
انځور: Fotolia/Alexey Klementiev
د تیاتر ارزښت
د آلمان حکومت د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د ۱۴۲ تیاترونو لګښت ورکوي. په دې کې تر ټولو کوچنی تیاتر د نائومبورګ په ښار کې دی چې ۸۰ چوکۍ او ۱۱ کارکونکي لري. تر ټولو لوی تیاتر په هامبورګ ښار کې دی چې تر ۱۲۰۰ د ډیرو کسانو ځای لري. په دغو ۱۴۲ تیاترونو کې په مجموع کې ۱۳۵۰ تنه کار کوي چې په کال کې ۹۰۰ نندارې اجرا کوي. په آلمان کې د تیاتر د نندارچیانو کلنی شمیر ۴۵۰ زرو تنو ته رسیږي.
انځور: Gauthier Dance Company/R. Brocke
د اپرا عنعنه یا دود
برلين په کال کې د ۵۲۷ نندارو په درلودلو سره په آلمان کې لومړی مقام لري. په نړۍ کې نور اوپرایې ښارونه لکه په مسکو کې په کال کې ۵۸۲ او په وين کې ۵۳۵ نندارې اجرا کیږي. د ظرفیت له پلوه د بایرویت ښار په دوو سالونونو کې ۲۵۰۰کسانو ته په ځای لرلو سره په دې برخه ریکارد لري.
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann
هنر او ګالري
آلمان د هنري آثارو د پیر او پلور ۹۸۰۴ ګالریانې لري. یوازې امریکا تر آلمان ډیرې ګالرۍ لري. په نړۍ کي د هنري آثارو د پير او پلور د معاملو ۲ سلنه یې د آلمان په ګالريو کې کیږي. امریکا، چين او بریتانیا په دې برخه کې مخکښ هیوادونه دي.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Wagner
کتاب، کتاب او بیا هم کتاب
هر کال ۹۰۰۰۰ جلده نوي کتابونه د آلمان د کتاب بازار ته وړاندي کیږي. که دغه کتابونه په آلماریو کې څنک پر څنګ کیښودل شي نو اږدوالی به یې دوه نیم کیلومترو ته ورسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Rüsche
ټولو ته موسیقي
په آلمان کې د پاپ او راګ د موسیقۍ تر ټولو لوی عمومي فیستیوال «بوخوم توتال» نومیږي چې هرکال په دوبي کې ۸۰۰ زره تنه ترې لیدنه کوي. «راک آم رینګ» تر ټولو لوې تجارتي فیستیوال دی چې په کلني حساب ۸۷ زره تندارچیان لري چې د راګ موسیقۍ لوې ستوري پکې د ستیج پر مخ را څرګندیږي.
انځور: picture alliance/dpa/T. Frey
د موسیقۍ مينه
په آلمان کې ۳ میلیونه کسان په غیر مسلکي او تفریحي توګه د موسیقۍ په برخه کې فعالیت لري. هغه کسان چې موسیقي یې شغل او مسلک دی او له دې لارې خپل ژوند تامينوي شمیر یې تر ۶۴ زرو ډېر دی.