آلمان غواړي د اخراجونو په هکله طالبانو سره خبرې وکړي
۱۴۰۴ مهر ۶, یکشنبه
د آلمان د کورنيو چارو وزیر، الکساندر دوبرنیت، آلمانۍ ورځپاڼې بېلد ته ويلي چې د آلمان حکومت به افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج په موخه په کابل کې د طالبانو له استازي سره خبرې پیل کړي. بېلد دغه مطلب خپل د یکشنبې (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۸مه) ورځې په ګڼه کې خپور کړی دی.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند یادې ورځپاڼې ته تائید کړه چې د دغه وزارت چارواکي په پام کې لري له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو له پاره په اکتوبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
دوبرنیت دوه اوونۍ مخکې ويلي ول چې تمه لري له کابل سره خبرې اترې پیل کړي. تر اوسه پورې چې کومې خبرې د افغانستان د اوسنیو حاکمانو له استازو سره شوي، په «تخیکي کچه» کې ښودل شوي هغه هم پرته له دې چې د خبرو ځای ېې مشخص وي.
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شوي، خو تر اوسه پورې په نړېواله انزوا کې قرار لري. دا چې آلمان له طالبانو سره رسمي ديپلوماتيکي اړيکې نه لري، له هغوی سره خبرې اترې هم یوه جنجالي موضوع ده.
په نړېواله انزوا کې د واقع کېدو دلایل د طالبانو له لوري اعلان شوي سخت قوانین ښودل کيږي په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو له هغې جملې د کار او تعلیم په برخو کې لګول شوي محدویتونه.
له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د آلمان حکومت دوه ځله د قطر حکومت په منځګړیتوب افغانان افغانستان ته اخراج کړي دي.
له آلمان څخه افغانستان ته د اخراجېدونکو په ډله کې یو هم هغه افراد شامليږي چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځيدلي وي. د آلمان حکومت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په یوه پرواز کې ۲۸ او د روان کال په جولای کې په یو بل پرواز کې ۸۱ افغانان چې د مختلفو جرمونو مرتکب ګرځېدلي ول اخراج شول.
د حکومت په وینا دوی د قتلونو، جنسي تیریو، مخدره مواد او د تاوتریخوالو په څېر پېښو کې مجرم پېژندل شوي ول.