آلمان: د مرغانو د انفلوانزا په دلیل د ۵۰۰ زرو مرغانو وژنه
۱۴۰۴ آبان ۶, سهشنبه
د سپټمبر د میاشتې له پیل راهیسې په آلمان کې، څه د پاسه نیم میلیون چرگان، هیلۍ، زاڼې او فیلمرغان د مرغانو د انفلوانزا د شدید ډول د پراخیدو په دلیل له منځه وړل سوي دي.
د « فردیریش لوفلر د مؤسسې» د رپوټ له مخې ، پرحیواني ناروغیو د څارنې له پاره د آلمان دولتي بنسټ ، تر اوسه پورې د مرغانو په ساتنه کې د پراخیدو ۳۰ مورده او وحشي مرغانو په منځ کې نورې ۷۳ قضیې ثبت سوي دي.
د نوموړي بنسټ ویاند د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) ته وویل:« تمه لرو چې د نورو قضیو په هکله هم رپوټ ورکړل سي.» د هغه په خبره، ۲۳ نورې شکمنې قضیې هم د ارزونې په حال کې دي.
د نوموړې مؤسسې د رپوټ له مخې، د مرغانو انفلوانزا معمولاً د نوومبر د میاشتې په پیل او د مرغانو د مهاجرت د موسم پروخت خپل اوج ته رسیږي، په همدې دلیل ددې امکان سته چې د مرغانو د اوسني مهاجرت څپه لا تر اوسه د اوج نقطې ته نه وې رسیدلې.
د آلمان په جنوب لویدیځ د « راینلاند فالڅ» په ایالت کې، سیمه ائیزو چارواکو اعلان کړی چې هره ورځ نوي مشکوکې پیښې پیدا کوي او له یوه « غیرمعمولي وضعیت او چټکې او بې سارې پراختیا» څخه یې خبره وکړه.
هغه سیمې چې تر ټولې زیاتې اغیزمنې سوې
د آلمان په شمالي او ختیځوایالتونو کې تر ټولو سختې پیښې لیدلې سوې دي. په نیدرزاکسن کې ۲۰ ، په براندنبورگ کې ۱۹ او په مکلنبورگ فورپومرن کې د مرغانو د انفلوانزا د خپریدو ۱۴ پیښې ثبتې سوې دي.
همدارنگه د بایرن په جنوبي ایالت کې ددغه ویروس د خپریدو ۸ او د آلمان په لویدیځ ایالت نورد راین ویستفالین کې ۱۴ پیښې تأیید سوې دي.
اړوند:د مرغانو پر والګي انسانان هم اخته کېدای شي
په رپوټونو کې راغلي دي چې کلنگي مرغان سخت اغیزمن سوي دي او برلین ته نیژدې د براندنبورگ په شمال کې اضطراري خدمات دې ته اړ سوي دي چې په زرو په دغه ویروس اخته او مړه سوي مرغان له کروندو څخه راټول کړي.
د فریدریش لوفلر بنسټ اعلان کړی دی چې د مرغانو د انفلوانزا « H5N1 » د ویروس ډیر ساري ډول د مرغانو په منځ کې پراخ سوی دی.
آیا د مرغانو انفلوانزا د انسان له پاره خطرناکه ده؟
له نظري پلوه، انسان ته ددغه ویروس انتقال ممکن دی، خو د « رابرت کوخ» آلمانی انستیتوت ، په آلمان کې د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې ، تراوسه پورې انسان ته ددغه ویروس د انتقال په هکله رپوټ نه دی ورکړی.
اړوند:انسانانو ته د مرغانو انفلوانزا د سرایت خطر موجود دی
سره له دې، ددغې ناروغۍ اقتصادي اغیز ښايی لا ډیر احساس سي. دآلمان د بایرن د ایالت د مرغانو د ټولنې رئیس، رابرت شماک خبرداری ورکړی چې د چرگانو د هگیو بیې ښايی تر ۴۰ سلنه پورې لوړې سي او په بازار کې د مرغانو د محصولاتو تنوع راکمه سي.
خو د آلمان د مرغانو د ساتنې د مرکزي اتحادیې مشر، هانس پیتر گلدکنیک د آلمان د ټلویزیون له دوهمې شبکې (زید ډي اف) سره په مرکه کې وویل چې تمه لري په لنډ وخت او یا هم له کرسمس مخکې بیې په شدت سره لوړې سي، ځکه چې په آلمان کې ډیری مصرف کوونکې زاڼې له هنگري او پولنډ څخه راواردیږي.
له دغه ویروس څخه د مخنیوي له پاره ، د فریدریش لوفلر بنسټ سپارښتنه کوي چې خلک دي له مړه سوو مرغانو سره له تماس نیولو دډه وکړي او په ککړو موزو سره دي د حیواناتو د ساتنې سیمو ته نه ځي.
په عین حال کې د آلمان په پارلمان«بوندستاگ» کې د زرغون گوند ویاند وویل چې د مرغانو د انفلونزا اوسنۍ خپرېدنه "د حیواناتو د صنعتي پالنې زیان منونکې وړتیا" په گوته کړې، چیرې چې په تړلو ځایونو کې د حیواناتو تراکم د ویروس د خپریدو له پاره مناسب شرایط برابروي.