په آلمان کې به په راتلونکي کې هر هغه کس کار وکړای شي چې د کار قرارداد ولري او خپله «مسلکي وړتيا په رسمي توگه» ثابته کړای شي. د «Süddeutschen Zeitung » په نوم ورځپاڼي د معلوماتو په حواله اوس به هغه آزموينه چې آیا يو آلمانی او که د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو يو وگړی د دغه کار له پاره په نظر کې ونيول شي، نه ترسره کيږي او همدا راز به د هغو کاري ځايونو محدوديت هم له منځه يوړل شي چې کارگران ورته په آسانۍ نه پيدا کيږي.
ورځپاڼه د آلمان د کورنيو چارو وزارت د مسودې په حواله ليکي، چې هغه څوک چې مسلکي زده کړې ولري، وبه کولای شي په موقت ډول د کار د لټولو په موخه آلمان ته سفر وکړي. دا مقررات به په لومړي سر کې په امتحاني توگه د پنځوو کلونو له پاره وي. د دې مقرراتو له مخې به همدا راز د نورو زده کړو او مسلکي وړتيا د پراختيا په موخه اقامه هم ممکنه وي.
په آلمان کې په یو شمیر کاري رشتو کې چې د پرسونل کمبود وي، له بهرنیانو څخه غوښتل کیږي چې په دغه هیواد کې د کار کولو ځانګړي اجازه ترلاسه کړي. خو په کومو برخو کې دوی کولی شي بی له تحصیلي اسنادو هم کار وکړي؟
انځور: Colourbox/Monkey Business Images
داکتر
په دې څانګه کې کار د مقرراتو پر بنسټ تنظیم شوی یعني په دې برخه کې د پوهې سطحه باید د آلماني معیارونو سره برابر وي. هغه داکتران چې له اروپایې اتحادیې څخه بهر آلمان ته راغلي دي په دې هیواد کې د کار له پاره باید اجازتنامه ترلاسه کړي. دغه اجازتنامه کیدای شي موقتي او یوازې په هغه ایالت کې اعتبار ولري چې دغه اجازتنامه یې ورکړې. بله نا محدوده اجازتنامه ده چې د هغې ترلاسه کولو له پاره باید امتحان ورکړي.
انځور: Colourbox/Monkey Business Images
نرس
په دې رشته کي سړی کولی شي یوازې د ایالتي ادارو له اجازتنامې سره کار وکړي، خو د یوې ازموینې ورکول اړين دي. یو شمیر درسي پروګرامونه او کاري تجربي د جبران وړ دي، خو که چیرې دغه توپير ډیر زیات وي بیا نو باید یوه تخصصي آزمونه ورکړي او یا هم یوه دری کلنه روزنیزه دوره بشپړه کړي. نرسان یا نرسانې هم باید په روزمره ژوند کې کاریدونکي آلماني او طبي اصطلاحاتو سره آشنایې ولري.
انځور: Colourbox
انجینر
په آلمان کې د انجینر په توګه د کار کولو له پاره حتمي نه ده چې د دغه شخص د انجینرۍ خارجي دیپلوم دې په رسمیت پیژندل شوی وي. کار ورکونکی شرکت په خپله پریکړه کوي چې آیا نوموړی شخص چې د کار ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې یو مناسب کس دی او که څنګه؟ په عین وخت کې د یوه مسلک په برخه کې تخصص د کار په بازار کې جانس زیاتوي.
انځور: Fotolia/ imageteam
د کمپوټر متخصص
د دې مسلک له پاره تر اوسه بورې خاص قوانین نه دي وضعه شوي. د یوه کاري ځای د موجودیت په صورت کې هر څوک چې ځان مناسب بولي خپل غوښتنلیک دي واستوي. د ۲۰۱۶ کال د احصایو له مخې په دې برخه کې متخصصیونو ته تقاضا ډیره شوی ده.
انځور: DW/Sven Falge
د حرفوي زده کړو متخصصین
د ۳۰۱۳ م کال را په دیخوا د آلمان د کار د چارو وزارت په آلماني شرکتونو کې د مسلکي کارګرانو له پاره شرایط آسانه کړي دي. د هغو شمیرو له مخې چې د ۲۰۱۶ م کال په سپټمبر میاشت کې اخیستل شوي دي مسلکي بهرنیان تر ټولو زیات د فلزکارۍ، د پرزو نصبولو، د برښنا ټکنالوژۍ، پایپ جوړونې، چت جوړونې او نورو ساختماني برخو کې له دغو آسانتیاو څخه ګټه اخیستې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas
تحصیل یافته متخصصین
د دې رشتو متخصصین باید په آلماني ژبه پوه اوسي او په خپله رشته کي یې لوړی زده کړې کړي وي. که څه هم د دوی د تحصیلي اسنادو تائید حتمي نه دی خو د کار په چارو کې د آلمان فدرالي اداره سپارښتنه کوي چې د بهرنیانیو متخصصینو دیپلومونه باید له آلماني معیارونو سره سم وي. دغه اسناد د سوداګرۍ او صنایعو ادارې له خوا ارزول کیږي او شاوخوا دری میاشتې وخت نیسي.
انځور: Fotolia/Marco2811
کوم ځای ته باید مراجعه وشي؟
پر دې د پوهیدلو له پاره چې آیا ستاسي دیپلوم چي له آلمان څخه مو بهر اخیستې دی په رسمیت پيژندل کیدو ته اړتیا شته او که نه، د دې انټرنټي ادرس www.anerkennung-in-deutschland.de دې برخې Anerkennungsfinder ته مراجعه وکړئ. همدارنګه په دې ادرس کې هغه آژانسونه موندلی شئ چې ستاسي اسناد ارزوي.
انځور: Fotolia/promesaartstudio
انځورونه1 | 7
د موقت ویزه لرونکو له پاره تگلاره واضح ده
سربيره پر دې په راتلونکي کې په اصطلاح د «درې - جمعه - دوه - مقررات» بايد صدق وکړي، (درې کاله مسلکي زده کړې او دوه کاله کار) چې له مخې به یې په مسلکي زده کړو بوخت کسان د خپلو زده کړو په جريان کې نه شي اخراجيدلی او د زده کړې تر بشپړولو وروسته به نور دوه کاله په آلمان کې د کار اجازه هم ولري.
دا مسوده همدا راز د هغو له پاره چې رد شوي وي خو د بيلا بیلو دلايلو پر اساس نه اخراجيږي، هم واضح شرائط په نظر کې لري. دا هغه کسان دي چې کار کوي، خپل د ژوند اړتياوې خپله پوره کوي او ښه ادغام شوي وي.
د دوی له پاره د يوې دوې کلني «موقت کاري ویزې» شرط دا دی چې دوی يو نيم کال بايد لږ تر لږه په اوونۍ کې ۳۵ ساعته داسې کار کړی وي چې ټولي اړوندې بيمې چې په آلمان کې یې يو کار کوونکی په ورکړه مکلف دی، ورکړې وي.
د موقت ویزه لرونکو ښو ادغام شويو مهاجرو سره د چلند موضوع د آلمان د مسيحي ديموکرات او سوسيال ديموکرات گوند ترمنځ د لانجې تر ټولو ستر ټکی وو. خو د سوسيال ديموکراتانو دا غوښتنه ونه منل شوه چې د کډوالۍ په قانون کې دا ممکن کړي چې منفي ځواب لرونکي یعني هغه رد شوي کډوال چې اخراجولای یې هم نه شي، د کار باراز ته د لاس رسي اجازه ور لري.
د ورځپاڼې په حواله د کورنيو چارو وزارت دا مسوده د دوشنبې په ورځ پر نورو وزارتونو سره تر همغږۍ وروسته وړاندې کړه. تر دې دمخه هغو درو وزارتونو چې پر دې موضوع یې بحثونه کړي ول، يعني د کورنيو چارو، د کار وزارت او د اقتصاد وزارت دا مسوده تصويب کړې وه. د آلمان کابينه به د دسمبر پر ۱۹ نيټه په دې هلکه خپله پريکړه وکړي.