1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مهاجرو د ډله ایز اخراج په اړه پر پټې غونډې نيوکې

۱۴۰۲ دی ۲۲, جمعه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ له دغه هېواد څخه د غير آلماني وګړو یا بهرنیانو د ډله ایز اخراج پر ښی اړخه احتمالي پلان سختې نیوکې کړي دي. نوموړي ويلي دي چې «موږ له هر چا ساتنه کوو.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance /

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د پنجشنبې په ورځ د ډېر ښی اړخه ډلو له لوري په دغه هیواد کې د ميليونو کډوالو د اخراجولو احتمالي پلان چې د دغه ډلو د واک ترلاسه کولو په صورت کې به عملي کيږي، غندلی دی. نوموړي ويلي دي چې د آلمان د «آزاد ديموکراتيک نظم» مخالفين د آلمان د داخلي استخباراتي ادارو پورې تړاو لرونکې قضیې دي.

د چهار شنبې په ورځ د « Correctiv» په نوم د څيړنیز مرکز همکارانو چې تحقيقاتي ژورناليزم پر مخ وړي، په يوه مقاله کې تور لګولی وو چې ډېر ښي اړخه افکار لرونکو ډلو سره تړاو لرونکو ځينو مهمو شخصيتونو د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې په برلين کې په يوه غونډه کې د کډوالۍ د يوې ډېرې لانجمنې طرحې په اړه سره خبرې کړي دي چې د «آلمان له پاره بديل» يا اې اف ډي ګوند استازو هم پکې ګډون کړی دی.

شولڅ: «موږ به له هر چا مخافظت وکړو»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د ايکس شبکې له لارې ويلي دي: «موږ به هیچا ته دا اجازه ور نه کړو چې پر دې اساس چې آیا يو کس د مهاجرت تاريخ لري او که نه، په آلمان کې دا وټاکي چې «موږ» [يعني آلمانی] څوک دی.»

نوموړي وړاندې ليکلي: «موږ له هر چا محافظت کوو – د اصل، پوست د رنګ او د دې په نظر کې نيولو پرته چې هغه تر کومه حده د متعصبو کسانو د ادغام د خيالاتو له پاره ناراحته کوونکی دی.»

شولڅ زياته کړې چې «هر څوک چې زموږ له آزاد دیموکراتيک نظم سره مخالفت کوي زموږ د سيمه ایزې استخباراتي ادارې او عدلیې پورې اړه پيدا کوونکې قضیې دي.» نوموړي زیاته کړې: «دا تشې د خولې خبرې نه دي چې موږ له تاريخ زده کړه وکړو. ديموکراتان باید سره يوځای ودريږي.»

د تاريخ په اړه له څرګندونو سره شولڅ په آلمان کې د ۱۹۳۳م څخه تر ۱۹۴۵م کال پورې د نازيانو پېر ته اشاره وکړه، کله چې يهوديت ضد نظريه او د روما او سنتي په څېر نژادي ګروپونو په مقابل کې نه زغم د هغه وخت د استبدادي حکومت د سياست مهمه برخه وه.

سخته غوسه او غبرګونونه

د نازيانو دغه سياست د هولوکاست يا يهودانو د ډله ایزې وژنې باعث شو چې په ترڅ کې ۶ میليونه يهودان د نورو اقليتونو له غړيو سره یوځای ووژل شول.

د ماضي په اړه د آګاهۍ له کبله په ټول هېواد کې د کوريکټيو دا رپوټ د ډېر قهر او غوسې باعث ګرځيدلی دی.

د يوه رپوټ په حواله ښايي د اې اف ډي گوند سياستوالو د مهاجرو د ډله ایز اخراج د يوه پلان په اړه خبرې کړي ويانځور: Jens Kalaene/dpa/picture alliance

د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) غړي او د آلمان د زاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير ارمين شوستر، ويلي دي چې دی شوک شوی دی. د آلمان په زاکسن ایالت کې د نظر پوښتنو پر اساس د آلمان له پاره بديل ګوند تر ۳۰ سلنه ډېر پلويان لري. 

نوموړي له «ام ډي آر» شبکې سره په خبرو کې د دې په زياتولو سره چې احتمالي غونډې «په اصل کې افريقا ته د اخراجونو په اړه بحث کړی دی» وويل: «ما ته یې د خپل عصري تاريخ تر ټولو تياره برخه را په ياد کړه.»

د آلمان له پاره بديل ګوند (اې اف ډي) په ۲۰۱۳م کال کې د تاسيس پر وخت د اروپايي اتحاديې منتقد ګوند په توګه راڅرګند شو خو بيا وورسته یې وار په وار ښي اړخه لوری خپل کړ. د اوسنيو نظر پوښتنو پر اساس دا ګوند په ټول آلمان کې څه نا څه ۲۰ سلنه ملاتړ لري چې د ۲۰۲۱م کال د وروستیو فدرالي ټاکنو پر وخت د ترلاسه کړيو ۱۰،۳ سلنه رايو څخه ډېر زيات دی.

د تازه نظر پوښتنو په حواله دا د آلمان په دريو ختيځو ايالتونو تورنګن، زاکسن او براندنبورګ کې تر ټولو مشهور ګوند دی. په روان ميلادي کال کې په دې دريو ایالتونو کې ټاکنې په نظر کې نيول شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل