1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مهاجرو په موضوع کې ترکیې ته ګوتڅنډنه کړې

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

مخکې تر دې چې د ترکیې ولسمشر په بروکسل کې د یونان او ترکیې په سرحد کې د مهاجرو د وضعیت په اړه خبرې وکړي، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د مهاجرو له پاره له ترکیې سره مرستې به په شرایطو پورې تړلې وي.

Migranten an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/D. Tosidis

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۹ نیټه) وویل چې په ترکیې له مهاجرو سره مالي مرستې به په مشخصو شرایطو پورې تړلي وي.

وروسته تر دې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د اروپا پر لور د مهاجرو پر مخ د خپل هیواد سرحدونه خلاصوي، په لسګونو زره مهاجر له یونان سره د دغه هیواد په سرحد کې راټول شول. اروپایي اتحادیې ارودغان د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت له موافقتنامې څخه په سرغړونې تورن کړ.

هایکو ماس، د «فونکه» رسنیزې ډلې ته وویل: «ترکیې ته د اروپا پيغام څرګند دی: مونږ په دې مسئولیت کې منصفانه ونډې اخیستلو ته ژمن یو، خو دا نه منو چې له هغو انسانانو څخه چې د ژوندانه له خراب وضعیت څخه رنځ وړي د سیاسي یرغملو په توګه ناوړه استفاده وشي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «هغه خبرې اترې به مطلوبې پایلې ونه لري، چې د تر ټولو کمزورو انسانانو په بیه تمامیږي.»

اروغان په پروکسل کې

ټاکل شوې ده چې نن تر غرمې وروسته به د ترکیې ولسمشر په بروکسل کې د مهاجرو د وضعیت په اړه خبرې وکړي. تر دې یو ورځ مخکې آلمان د یونان له ټاپوګانو څخه ۱۵۰۰ مهاجر ماشومانو منلو ته خپله امادګي ښودلې وه.

اروپایې اتحادیي د مهاجرو وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره لا زیاتې مالي مرستې نه دي رد کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په دې اړه وویل: «سره له دې، د مرستو دوام د دې پورې تړلې ده چې ترکیه هم په دې موافقتنامې کې خپله ونډه ادا کړي.»

آلمان او اروپایې اتحادیي په وار وار سره ویلي دي چې د ۲۰۱۶م کال موافقتنامه اوس هم اعتبار لري او له مهاجرو څخه یې غوښتي دي چې په غیر قانوني توګه دې له سرحدونو څخه د تیریدو هڅه نه کوي.

د تیرې شنبې په ورځ په زرګونو کسان د آلمان سړکونو ته را ووتل او له اروپایي اتحادیې څخه یې وغوښتل چې لا زیات پناه غوښتونکي دې ومني.

(bs/sn (AFP, dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل