آلمان د نورو شپږو میاشتو له پاره د پولو کنټرول تمدید کړ
۱۴۰۴ بهمن ۲۷, دوشنبه
دوبرینت د "بیلډ" ورځپاڼې د دوشنبې گڼې ته وویل: "موږ، زموږ له گاونډیو هیوادونو سره پولو کې د سرحدونو کنټرول تمدیدوو."
د کورنیو چارو نوموړي وزیر زیاته کړه: "د سرحدونو کنټرول په آلمان کې زموږ د مهاجرت د پالیسۍ د بیا تنظیمولو یوه برخه ده."
لکه څنگه چې د "بیلډ" له خوا د حکومتي سرچینو په حواله رپوټ ورکړل سوی، په دې اړه خبرتیا اوس مهال په بروکسل کې اروپايي کمیسیون ته سپارل کیږي. دا چې د شينګن په ساحه کې په اساسي توګه سستماتیک کنترول په نظر کې نه دی نيول سوی، نو د اروپايي اتحادیې له چارواکو سره د دې ګام په رسمي توګه شريکول الزامي دي.»
اړونده موضوع: آلمان پر خپلو سرحدونو د کنټرول موده شپږ میاشتې نوره هم وغځوله
دوبرینت د تیر کال د می د میاشتې پر اومه نیټه له گاونډیو هیوادونو سره د آلمان په ټولو نهو سرحدونو کې د پولو کنټرول او د مهاجرو بیرته ستنول اعلان کړل.له دغو مقرراتو څخه په اصطلاح زیان منونکي ډلې لکه کوچنیان او حامله ښځې په استثنايی ډول معافې دي.
اړونده موضوع: یوازې سپتمبر کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان په غیرقانوني توګه آلمان ته داخل شوي
داخلي سرحدي کنټرول په اغیزمن سوو گاونډیو هیوادونو کې یو څه غوصه راپارولې وه. د ډسمبر په میاشت کې، کله چې د اروپايي ټولنې هیوادونو د پناه غوښتنې د دې پالیسۍ په هکله سره موافقه وکړه، د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ څرگنده کړې وه چې هغه تمه لري په داخلي سرحدونو کې کنټرول له منځه ولاړ سي. میرڅ په هغه وخت کې "د سرحدونو کنټرول د محدودې مودې او محدوې اغیزې" په توګه بللی وو.