آلمان د افغانانو چې د منلو ژمنه لري د انتقال پروسه ګړندۍ کوي
۱۴۰۴ آذر ۲۳, یکشنبه
د آلمان خارجه وزیر، يوهان واده فول، ژمنه کړې هغه افغانان چې د آلمان حکومت له خوا ورسره په آلمان کې د منل کیدو ژمنې شوي، آلمان ېې اوس هم د انتقال نیت لري، تر څو ژر تر ژره دغه هېواد ته داخل شي. هغه ویلي دي چې «دغه موضوع اوس په لومړیتوب کې ده.»
د آلمان خارجه وزیر ویلي تمه لري چې دغه بهیر د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
هغه د آلمان خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې د دغه بهېر اړوند د لازمو ارزونو او پروازونو چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي. هغه خبرداری ورکړ چې د ځنډ رامنځ ته کېدو په صورت کې به هغه افغانان چې په پاکستان کې منتظر دي ښايي د راتلونکې کال له پیل سره سم له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخ شي.
دغو کسانو له څو کلونو راهیسې په آلمان کې د منل کیدو ژمنې ترلاسه کړې وې خو په ځانګړي ډول د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، دغه ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستلې او لارښونه یې کړی چې یو ځل بیا دې د دوی دوسیې وڅېړل شي ترڅو په مجموعي ډول له دوو زرو څخه د زیاتو هغو کسانو له ډلې چې د منلو ژمنه لري، دا معلومه شي چې کوم کسان باید د جرمني له خوا دغه هیواد ته انتقال شي.
نور ولولۍ: د منلو پروګرام؛ د چارتر الوتکې په مرسته ۱۹۲ افغانان آلمان ته انتقال سول
په عین وخت کې، د آلمان د حکومت پرضد ګڼ شمېر حقوقي شکایتونه هم شوي دي چې په کې دا موضوع د محاکمو له لوري ارزول کېږي چې کومې ژمنې له حقوقي پلوه معتبرې دي او کوم موارد جرمني د افرادو منلو ته مکلفوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د کورنیو چارو وزارت صلاحیت ته اشاره
د دغو ارزونو په پایله کې څرګنده شوه چې په دغو کسانو کې د پام وړ شمیر یې داسې حقوقي ژمنې ترلاسه کړي چې باید عملي شي، خو د کورنیو چارو وزیر په وروستیو ورځو کې پرېکړه وکړه چې له دې ډلې شاوخوا ۶۵۰ نور کسان داسې دي چې المان ته به انتقال نه شي. دا پرېکړه د اپوزیسیون د ځینو برخو او د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
نور ولولۍ: د المان د منل کیدو پروګرام: دوبرینت غواړي یو شمیر افغانانو ته منفي ځواب ورکړي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر واده فول په دې اړه وویل: «په دې برخه کې، د فدرالي کورنیو چارو وزارت مسوولیت لري.» د هغه په وینا، دغه وزارت «له ټولو حقوقي او واقعي اړخونو د ارزونې وروسته، دا پرېکړه کړې ده.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه چې دوی تر دې وړاندې، له پاکستاني لوري سره په خبرو اترو کې د یادو کسانو د دوسیو د ارزونې بهیر د شپږ میاشتنۍ مودې تمدید په ترلاسه کولو کې توانیدلي ول. له همدې امله، په ځانګړي ډول هغه کسان چې دآلمان د فدرالي حکومت د منلو پروګرام کې شامل ول، ویې کولای شول چې جرمني ته داخل شي. هغه وویل: «خو یوازې د هغو کسانو له پاره چې آلمان ته د انتقال پروګرام او د بشري حقونو د لېست په چوکاټ کې وو، د کورنیو چارو وزارت دا نور ممکن ونه بلل.»