1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د يهودانو او مسلمانانو استازو پر خبرو اترو ټينګار وکړ

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

د يهودانو او مسلمانانو تر منځ د نظرونو تبادله په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا د مشر يوزف شوستر، په خبره د هر بل وخت په پرتله اوس مهمه ده. دا ځکه چې په آلمان کې ښی اړخی ګوند «آی اف دي» پياوړی شوی دی.

Josef Schuster Präsident des Zentralrates der Juden in Deutschland
انځور: Imago Images/localpic

په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا مشر يوزف شوستر، د دغه هېواد په زويددويچه ورځپاڼه کې ليکلي دي چې د «آی اف دي» يعنې د آلمان له پاره بديل ګوند داسي يو سياسي حرکت دی چې «په هر اړخيز ډول د اسلام ضد روحيه» خپروي او دا چې خپل نفوذ يې په دې وروستيو کې خورا ډېر کړی دی.

د هغه په قول د آلمان دغه ښی اړخی عوام پال ګوند هڅه کوي «په ټولنه کې داسې يوه فضا رامنځ ته کړي چې اقليتونو ته پکې بدګماني او مقاومت ورمخکې کيږي».

شوستر له دې کبله د داسې يوې پروژې وړانديز وکړ چې عنوان يې «د ديالوګ له لاري مخنيوی: د يهودانو او مسلمانانو خبري اتري په نوو افکارو سره» دی او هدف يې «د مشترکاتو او توپيرونو په هکله د اقليت په توګه د تجربو» تبادله ده. د هغه په خبره په دې موخه دي پر ګډ تاريخ باندې هم تمرکز وشي.

د مسلمانانو د مرکزي شورا هرکلی

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر، آيمان مازيک، دغه پروژه راتلونکي ته متوجه او لرليد لرونکې وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې د دواړو دينونو پيرو ځوانان بايد سره وويني او خبرې وکړي «څو يو بل لا ښه وپېژني».

شوستر د زويددويچه ورځپاڼه کې دا هم ليکلي دي چې د منځني ختيځ شخړه اوس «د آلمان د مکتبونو په انګړونو کې هم مطرح» ده او اسلام پال ترهګر په آلمان کې د خلکو په افراطي کولو کې هم لاس لري.

KNA/ns/nz

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب