زيهوفر: پر جنګي جنايتونو تورنو مهاجرو په اړه دې څيړنې وشي
۱۳۹۷ اسفند ۱۷, جمعهد آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر په دې اړه د يوه «دقیق رپوټ» د وړاندې کولو غوښتنه کړې، چې آيا آلمانۍ ادارو د يو شمير مهاجرو له خوا د «زرونو داسې نخښو نښانو» په اړه چې د احتمالي جنګي جنايتونو پر ارتکاب دلالت وکړي، تحقیقات کړي او که نه.
د آلمان د کورنيو چارو وزير په عين وخت کې چې دغه سپارښتنه يې کړې، ويلي يې دي چې دا يوه طبيعي خبره ده چې امنيتي ادارو به د دغې موضوع په تړاو چې کوم اطلاعات تر لاسه کړي، ارزولي دي.
د زيهوفر په وينا، هغه مهاجر چې پر جنګي جنايتونو باندې تورن دي، په اړه يې شواهد او نخښې نښانې لومړیتوب لري.
آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» رپوټ ورکړی دی چې د «آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې» يا بامف، د ۲۰۱۴م کال څخه نيولې د ۲۰۱۹م کال تر جنورۍ پورې شاوخوا پنځه زره داسې نخښې نښانې چې هغه د «نړيوالو حقونو له مخې جرم ګڼل کيږي» د آلمان د جنايي جرمونو ضد ادارې ته سپارلي دي.
د بيلد، د رپوټ له مخې د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه اطلاعات د آلمان په پارلمان کې د آزاد دیموکرات ګوند د يوه استازې د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي. ورځپاڼه زياتوي چې شاوخوا دوه زره ورته نور دغه ډول لومړني معلومات د نورو ادارو له خوا هم د آلمان د جنايي جرمونو ضد ادارې ته سپارل شوي دي. خو د بيلد ورځپاڼې په رپوټ کې ټيڼګار شوی دی چې دغې ادارې يوازې د ۱۲۹ موردو په اړه تحقيقات ترسره کړي دي.
هورست زيهوفر په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له وزيرانو سره په ليدنه کې ويلي دي چې دی به د دغې موضوع په تړاو کتبي ځواب ته منتظر پاتې شي او له هغه وروسته له موضوع څخه عمومي افکار باخبره او بيا به د «شواهدو او نښو نښانو» په اړه معلومات خپاره کړي.