1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د پولیسو تر عملیاتو وروسته د یوه پناه غوښتونکي مړینه

۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبه

د المان په مولهایم ښار کې د پناغوښتونکو د هرکلي په یوه مرکز کې د پولیسو له عملیاتو وروسته د ګانا هیواد یو ۲۶ کلن مهاجر مړ شوی دی. د پولیسو د څرګندونو له مخې دغه کس د پولیسو د عملیاتو پر وړاندې شدید مقاومت کړی وو.

Deutschland | Razzien | Rechtsextreme Chats bei Polizei in NRW
انځور: Roland Weihrauch/dpa/picture alliance

د المان خبري آژانس «ډي پي ای» په وینا د جمعې په مادزیګر د پناغوښتونکو د استوګنځای امنیتي څانګې، د یوه کس د شورش له کبله د مرستې غوښتنه کړې وه. زیاته شوې ده چې دغه مهاجر د پناه غوښتونکو د استوګنځای پر کارمندانو هم حمله کړې وه.

د رپوټونو په حواله کله چې پولیس د پيښې ځای ته رسیږي، دغه سړی په کوټه کې دننه وو او هم هلته یي پر پولیسو برید کړی وو. د پولیسو د څرګندونو له مخې په هغو نښتو کې چې د پناغوښتونکو په استوګنځای او لاره کې یې رامنځته شوي وو د پولیسو مامورینو د دغه مهاجر پر وړاندې له برقي تفنګچې څخه استفاده کړې وه، خو برقي ټکانونو پرې هیڅ تاثیر نه وو کړی.

د مهاجرو نوی قانون، د پناه غوښتونکو له پاره څه معنی لري؟

07:58

This browser does not support the video element.

پولیسو دغه ۲۶ کلن کس چې شدید مقاومت یي ښکاره کولو په مؤقت ډول ونیوه. وروسته دغه مهاجر د پولیسو پر دوو مامورینو خوله ولګوله (چک ولګولو) او یوه ښځینه پولیسه یې د سر په برخه کې په لغته وهلو سره ټپي کړې وه.

د کمپ اوسیدونکو او پولیسو له پاره څو امبولانسونه سیمې ته غوښتل شوي وو. ویل شوي دي چې د ګانا هیواد دغه ۲۶ کلن کس په امبولانس کې د درملنې پر مهال بیهوښه شوی وو او روغتون ته تر انتقالیدو وروسته یې سا ورکړې وه.

د المان د «بوخوم» ښار پولیسو د دې پيښې او د دغه سړي د مړينې په اړه څیړڼې پیل کړي دي. د پولیسو افسران چې په دغو عملیاتو کې یې ګډون کړی وو باید تر رواني درملنې لاندې ونیول شي.

پولیسو تر اوسه پورې د دې پيښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل