1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

آلمان د کار بازار ته د پناه غوښتونکو د ننوتو بهیر چټک کوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۴, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت غواړي پناه غوښتونکي هرڅومره ژر چې وي د کار بازار ته داخل کړي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر، "کار ته د چټک داخلیدو د طرحې" د جوړیدو امر صادر کړی دی.

د آلمان پّ یوه صنعتي شرکت کې یو مهاجر د کار کولو پرمهال
د آلمان د کورنیو چارو وزارت غواړي پناه غوښتونکي هرڅومره ژر چې وي د کار بازار ته داخل کړي. انځور: Christoph Schmidt/dpa/picture alliance

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت غواړي چې پناه غوښتونکي ژرترژره د کار بازار ته داخل سي. نوموړي د "بیلد ام زونټاگ" ورځپاڼې ته وویل چې د "کار ته د چټک داخلیدو د طرحې" د جوړیدو امر یې صادر کړی دی.

هغه ویلي دي چې د ټولنیز ادغام تر ټولو ښه بڼه د کار له لارې صورت نيسي:" هر هغه څوک چې دلته راځي، باید وکولای سي ډیر ژر د کار کولو حق ولري."

اړونده موضوع: څېړنه: د ۲۰۱۵م کال مهاجر د کار په بازار کې ښه مدغم سوي

د آلمان د سوسیال مسیحي گوند دغه سیاستوال زیاته کړه:" هدف د کار له لارې مشارکت دی." سره له دې به د کار کولو له پاره هیڅ ډول مجبوریت موجود نه وي.

نوموړې ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې پناه غوښتونکي باید په آلمان کې له دریو میاشتو اقامت وروسته، حتی که یې د پناه غوښتنې بهیر لا وي بشپړ هم نه سوی، د کار اجازه ولري.

د آلمان د کار د چارو د وزارت په وینا، تر اوسه هغه پناه غوښتونکي چې د منلو په مرکز کې قرار لري، تر شپږو میاشتو پورې نه سي کولای کار وکړي. دا په ځانګړي ډول د هغو پناه غوښتونکو له پاره پلي کیږي چې د "خوندي اصلي" هیوادونو څخه دي، کوم چې د خپلې پناه غوښتنې د ټولې مودې له پاره د استوگنې په مرکز کې پاته کیدو ته مجبور دي.

هغه افغانه مهاجره چې نورو مهاجرو ته د کار زمینه برابروي

04:08

This browser does not support the video element.

کار د پناه غوښتنې لړۍ ته پر رسیدگۍ کوم اغیز نه لري

د آلمان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نوموړې ورځپاڼې ته وویل:" نوي قوانین د پناه غوښتنې بهیر یا د بهیر نتیجې ته بدلون نه ورکوي."

هغه زیاته کړه:«دا چې کوم څوک کار کوي یا نه، د حفاظت د ترلاسه کولو په اړه نهايي پریکړې او یا د هغوی د عریضې پر ردولو هیڅ ډول اغیز نه لري.»

اړونده موضوع: څېړنه: په آلمان کي به د مسلکي کسانو تشه په چټکۍ سره وده وکړي

د نوموړي رپوټ له مخې،" هغه پناه غوښتونکي چې د پناه عریضه یې رد سوې او هغه کسان چې په دغه بهیر کې همکار نه وي، یعني خپل هوئیت پټوي، یا خپل د راتښتیدو دلیل ناسم بیانوي" په ښکاره توگه به له دغې طرحې برخمن نه سي. 

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

03:00

This browser does not support the video element.

د بیلد د رپوټ له مخې، د کورنیو چارو د وزارت ویاند همدارنگه څرگنده کړه چې په مجموعي ډول هغو پناه غوښتونکو ته چې کار کوي، اجازه ورکول کیږي چې خپل معاش وساتي او که هغوی ټولنیزه مرسته ترلاسه کوي، د هغوی عاید به د مثال په توگه د اقامې له پاره، کسر سي.

د آلمان د کار اداره، اوسني مقررات په یوه معلوماتي پاڼه کې تشریح کوي. په دغه پاڼه کې د پناه غوښتنې قانون ته په اشارې سره راغلي دي: "د کار جواز هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د تحمل کيدو کارتونه لري او هغه پناه غوښتونکي چې په قانوني توگه په آلمان کې له دریو کلونو راهیسې ژوند کوي."

د آلمان د داخله وزارت پر طرحې د بشري حقونو د فعالانو انتقاد

له بشري حقونو او مهاجرو له حقونو څخه د ملاتړ سازمانونه په دې باور دي چې د آلمان د کورنیو چارو د وزیر دغه وړاندیز بشپړ نه دی، پر کار متمرکز دی او د آلماني ژبې د زده کړې دورې لا پسې سختوي.

له مهاجرو څخه د ملاتړ د ادارې "پروازیل" ویاند، طارق آلاوس په یوې اعلامیې کې چې د دوشنبې په ورځ خپره سوه ، وویل:" د الکساندر دوبرینت وړاندیز یوازې هغه وخت کیدای سي مخ په وړاندې یو گام اوسي چې د کار ټول بندیزونه په بشپړ توگه له منځه ولاړ سي او اغیزمن کسان د آلماني ژبې د  زده کړو او ادغام کورسونو ته کافي لاس رسی ولري."

اړونده موضوع: آلمان: په یوه لسیزه کې د بې روزګارو شمېر تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی

نوموړي سازمان ټینگار وکړ: "ټول پوهیږي چې ژبه د کار په بازار کې د ادغام تر ټولو مهمه کیلي ده. که دوبرینت د کار بندیزونه لغوه کړي، او په عین حال کې د ژبو کورسونو ته لاس رسی له منځه یوسي، نو د هغه نوښت همداسې بې باوره دی."

تیره اونۍ د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ادغام کورسونو ته لاس رسی محدود کړ او یې ویل چې د داوطلبانه ادغام د کورسونو په هکله عریضې به تر ثانوي خبرتیا پورې تأیید نه سي.دغه اقدام په لگښتونوکې د سپما له پاره په نظر کې نیول سوی دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب