د يوې نظر پوښتنې په حواله چې د «ويلت ام زونتاګ» ورځپاڼې له خوا شوې وه، د آلمان اووه ستر ښارونه له اپريل مياشتې راهيسې د کرونا له تدابيرو څخه سرغړونکو کسانو ته ۳۵ زره د جريمې ياداښتونه ليږلي دي.
ورځپاڼې ليکلي دي چې دې ښارونو د کرونا د تدابیرو د نقض کوونکو څخه درې میليونه يورو ترلاسه کړي دي.
په دې رپوټ کې راغلي دي چې مونشن ښار د کرونا د مقرراتو د نقضولو له امله ۹۱۰۰ جريمې صادرې کړې وې او په ټوله کې یې ۱،۲ ميليونه يورو راټولې کړي دي. مونش چې د بايران ایالت مرکز دی، کرونا سخت اغیزمن کړی او د کرونا ۱۱۸۰۰ مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. په دې ښار کې د کرونا له کبله ۲۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هامبورګ دويم ښار دی چې د کرونا له کبله ډېر اغیزمن دی او تر مونشن وروسته په همدې ښار کې د جريمې ډېرې پېسې راټولې شوي دي چې ۹۹۸۰۰۰ يورو دي.
د ورځپاڼې د رپوټ په حواله فرانکفورت ښار بيا ۳۱۰۰ د جريمې اخطارونه ليږلي دي او ۱۲۰ زره يورو یې په لاس راوړي دي، په داسې حال کې چې په دوسلدورف ښار کې بيا د کرونا د تدابيرو څخه د سرغړونې ۱۲۰۰ موارد ثبت شوي او ۱۱۲ زره نغدي جريمه راټوله شوې ده.
په برلين کې چېرې چې ناحيې په جلا ډول د کرونا د مقرراتو د کنترول مسئوليت لري، لږ تر لږه ۴۴۰۰ د نغدي جريمې ياداښتونه صادر شوي ول چې په ترڅ کې یې په ټولیزه توګه ۱۲۰ زره يورو ترلاسه شوي دي.
ورځپاڼې ليکلي دي چې د برلين ټولو ناحيو د جريمې د ياداښتونو تازه شميرې په لاس کې نه لرلې. ورځپاڼې دا هم ليکلي دي چې د کرونا د مخنيوي د تدابيرو د نقضولو له امله صادر شوي ټول ياداښتونه د جريمې د ادا کولو باعث شوي نه دي.
AFP/Reuter)B.S/N.Z)
له کرونا د ځان ساتني له پاره يوازې د فاصلې رعایت کافي دی؟
د فاصلې رعایت کول، د کرونا ويروس د انتقال د مخنيوي له پاره يوه عمومي سپارښتنه ده. خو دغه سپارښتنه خپل آداب او ترتيب لري يعنې لازمه ده خو کافي نه ده. د آکسفورډ او کمبريج پوهنتونونو يو ټيم په دې اړه يوه ګډه څيړنه کړې ده.
انځور: Reuters/A. Kellyپه کرونا ويروس د اخته کيدو څخه د مخنيوي له پاره د يونیم متر فاصلې (شپږ ګامونه)رعایت او د ماسک اغوستل دي. خو د آکسفورډ او کمبريج پوهنتونونو څيړونکې په خپل تحقیق کې موندلې ده چې په هوا کې داسې معلق ذرات موجود دي چې له پاره يې باید نور ضروري تدابير هم ونيول شي. د دوی د څيړنې نتايج په يوه بريتانوي مجله کې خپاره شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttnerد بريتانيا لومړی وزير، بوریس جانسن، په يوه ټولګي کې د فاصلې قوانين ښيي، خو د دې اصلي معنی څه ده؟ آیا د هغه د هر لاس د ګوتو څخه ورهاخوا باید يونيم متر فاصله رعایت شي؟ بالکل همداسې. د دوو کسانو تر منځ مطلوبه او واقعي فاصله په همدا ډول حالت کې رعایت کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Evening Standard/L. Youngد پسه اوږدوالی د فاصلې بل معيار
په آيسلند کې د پسونو د ساتنې اتحادیې د کرونا څخه په امان کې پاتې کيدو له پاره د انسانانو ترمنځ لازمه فاصله د دوو پسونو د اوږدوالي په اندازې ټاکلی دی. دوی د هر پسه اوږدوالی یو متر ګڼي. په انځور کې يو سنيګالی ماشوم په داسې حال کې لیدل کيږي ته به واېې چې په دې اړه يې د آيسلنديانو نظریه اوريدلي وي.
انځور: AFP/J. Wesselsد سپيو د پړو اندازه هم تقريبا د همدې ټاکل شوې معیاري فاصلې په اندازې (شپږ قدمه يا يونیم متر) دي، څنګه چې په دغه انځور کې هم لیدل کيږي. آيا په هغو هیوادونو کې چې خلک له ځانه سره سپيان ګرځوي، هلته د سپيو د پړي د اندازې دغه قانون چې په «شپږ قدمونو» هم ياديږي، يوه تصادفي خبره ده؟
انځور: picture-alliance/chromorangeد دوو مترونو فاصلې خبره چا کړې؟
د دوو مترونو فاصلې د رعایت خبره، آلماني ډاکټر، کارل فلوګه، په ۱۸۹۷کال کړې وه، خو د کامبريج او آکسفورډ پوهنتونونو محققان وايي چې دا يوه زړه سپارښتنه ده. يوه بله څيړنه چې په ۱۹۴۸م کال کې ترسره شوې وه په هغې کې ويل شوي وو چې د ټوخي پر وخت له خولې او پوزې راوتلې وړې قطرې په اکثر حد تر ۱ متر او ۷۰ سانتيو پورې خپريږي. خو وروسته بيا څرګنده شوه چې دغه ميکرو څاڅکي تر دوو مترونو پورې ځي.
انځور: picture-alliance/dpa/PA/Jordanدوه متره فاصله کافي نه ده
یو امريکايي ژورنال په ۱۹۴۸م کال کې يوه بله څيړنه خپره کړې وه. په هغې کې ويل شوي وو چې د سترپتوکوکونه لس سلنه کولای شي تر ۲ مترو او ۹۰ سانتي پورې خپرې شي. په انځور کې ناست کسان ممکن د ۷۲ کاله مخکې څيړنې پر اساس د کرونا له ويروس محفوظ وي. خو د یادونې وړ ده چې سترپتوکوکونه باکتريا دي او اوس خبره د ويروس ده.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Beckerويروسونه په هوا کې د شته ذراتو په وسيله خپريږي
ويروسونه له باکترياو څخه په کراتو واړه دي چې کولای شې د ساعتونو له پاره په هوا کې معلق پاتې او بيا په تدريج په چاپيريال کې خپاره شي. له همدې امله څيړونکي وايي چې یوازې فاصله مهمه نه ده، بلکي نور مسايل هم رعایت شي، لکه د کوټې هوا بدلول. خو د کوټې هوا د کرونايي حالت څخه علاوه هم باید هر وخت بدله شي.
انځور: picture-alliance/dpa/Bayerischer Rundfunk ګڼو څيړنې ښودلې چې ويروسونه د ټوخي پر وخت تر اتو مترونو پورې خپريږي. په لوړ غږ خبرې کول یا سندرې ويل هم په دې برخه کې مرسته کوي. په دې اساس که چیرته په کتابتون کې او یا د انځور په څير په خلاصه فضا کې ناست يې، نو په آرامه خبرو کولو سره کولای شي چې تر منځ مو فاصلې کمې کړي.
انځور: Getty Images/AFP/A. McBrideپه کوټه کې څومره وخت پاتې شو؟
په يوې ککړه کوټه کې چې ډير کسان پکې حضور ولري، د اوسیدو وخت هم د خطر عامل ګڼل کيدای شي. له همدې کبله څيړونکي سپارښتنه کوي چې په دا ډول کوټو کې لږ وخت پاتې شئ. دوی همدا ډول وايي چې د کوټې هوا بدله کړئ، ماسک وتړئ او په لوړ آواز خبرې مه کوئ.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppeهو، که چيرته تاسو له کوره بهر په آزاده فضا کې ياست، ګڼه ګوڼه نه وي او څوک له تاسو سره خبرې نه کوي، کولای شئ له ماسک پرته وګرځي. خو په مجموع کې آیا د انسانانو ترمنځ د يونيم متر فاصلې رعایت کافی دی؟ د آکسفورډ او کيمبرج پوهنتونو څيړونکي ټيم وايي، نه. دوی وايي دغه اندازه فاصله لازمه ده خو کافي نه ده.
انځور: M. Melzer