1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان: د کرونا ويروس د خپريدو له وجې بيا سيمې قرنطين شوي

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

د آلمان په گويترسلو سيمه کې يووار بيا د کرونا قيودات عملي کیږي. د دغه سيمې د غوښې د پروسس په فابريکه کې د کرونا ويروس تر په سونو مثبتو پېښو وروسته حکومت د سيمې د قرنطين کولو پريکړه کړې ده.

Deutschland Rheda-Wiedenbrück | Tönnies | Armin Laschet, Ministerpräsident NRW
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress/S. Kanz

د گويترسلو د تونيز شرکت د غوښې د پروسس په يوه مرکز کې د کرونا تر خپريدو وروسته د نورد راين ويستفالن ایالت لومړي وزیر ارمين لاشيت په ټوله سيمه کې د لاک ډاون لارښوونه وکړه.

دا قيودات به د جون تر ديرشمې نیټې دوام وکړي: لاشيت وويل: «موږ يو وار بيا لکه په مارچ میاشت کې له نورو کسانو سره پر تماس نيولو محدوديت وضعه کوو.» پر نورو سربیره په ډله ایزه توگه په بندو خونو کې پر ورزش او يو شمیر نورو کلتوري پروگرامونو بندیز لگول شوی دی. په سيمه کې همدا راز د ورزش کلبونه، قهوه خانې او سينماگانې تړل شوي دي.

پر دې سربیره ايالتي حکومت په گويترسلو سيمه کې د سونو پوليسو د گمارلو پريکړه هم کړې ده. د لاشيت په حواله به پولیس د تونیز د شرکت د تر ۶۰۰۰ زياتو کارکوونکو څارنه وکړي، څو هغوی د قرنطين مقررات پر ځای کړي.

زياته شوې ده چې پوليس د اړتيا په صورت کولی شي په زور دغه مقررات عملي کړي. پوليس به همدا راز د کرونا د ټيسټ سيارې ډلې هم بدرگه کوي.

همدا راز ویل شوي دي چې له اغیزمنو کسانو سره به اضافي بشپري مرسته هم وشي. د آلمان په گويترسلو سيمه کې څه نا څه ۱۰۰ زره کسان ژوند کوي.

په دې سيمه کې د تونيز شرکت د څارويو د ذبح کولو او غوښې د پروسس مرکز دی چې په زرونه کسان پکې په کار بوخت دي. زياتره دغه کارکوونکي د رومانيا او بلغاريا وکړي دي او ادعا کيږي چې د اوسيدني شرائط یې مناسب نه دي.

د تیرې چهار شنبې په ورځ د دغه مسلخ تر۱۰۰۰ زیات کارکوونکي و آزمويل شول چې د زياترو نتايج مثبت ول. تر دې وروسته دغه کار ځای وتړل شو او تر۶۰۰۰ زيات کارکوونکي او نور خلک قرنطين شول.

په يو ځای کې تر ټولو زياتې پېښې

ويل شوي دي چې نوي اقدامات به په گاونډ کې پرته وارندورف سيمه کې هم عملي شي خو البته په ځينو ځایونو کې. که چېرې په سيمه کې د مسلخ دباندې د مثبتو پېښو شمير ټيټ پاته شو نو ډېر ژر به قيودات لغوه کړل شي خو ويل شوي چې غځيدل یې هم امکان لري.

په وايدنبروگ سيمه کې د تونیز د غوښې د پروسس يوه فابريکهانځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د نورد راين ويستفالن ايالت لومړي وزير لاشيت په حواله د تونيز په کارځای کې د کرونا مرکز کې د غوښې د ټوټه کولو برخه ده. د شرکت په دغه برخه کې تر ټولو زيات کارکوونکي په کرونا ککړ دي چې شمير یې ۱۵۵۳ ته رسيږي. زياته شوې چې د کارځای په نورو برخو کې يوازې ۲۴ تنه مثبت دي.

د ويروس د خپريدو علتونه

د آلمان د غوښو د پروسس سيکتور د کرونا بحران په ترڅ کې وار په وار تر څېړنو لاندي نيول کيږي، ځکه چې د څاريو د ذبح په يو شمير مرکزونو کې د کرونا ډېرې مثبتې پېښې وليدل شوې. دا سيکتور د خرابو کاري شراېطو، د ناوړه ګته پورته کولو او د ختځې اروپا څخه د راغلو کارګرو له پاره د استوګنې په ډله ایزو اپارتمنونو کې د ډيرو لوړو کرایو له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د رابرت کوخ انستيتوت مشر لوتر ويلر د آلمان په مسلخونو کې د کرونا د مثبتو پیښو د علت په اړه وويل: «موږ تر اوسه دقيق نه پوهيږو چې څه شي پکې مهم نقش لرلی.» د نوموړي په خبره دا په هر مسلخ کې په نورو او هلته د کارکوونکو د استوگنې د شرائطو سره هم تړاو لري. هغه زياته کړه: «کله چې په يوه تنگ ځای کې ډېر خلک اوسي نو دا د ويروس خپريدل آسانوي.»

د نوموړي په خبره د حرارت درجه هم نقش لري. په دغه ډول ځایونو کې بايد د حرارت درجه ټيټه وي څو غوښه خرابه نه شي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب