1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان د کرونا ویروس د واکسین آزموینې ته اجازه ورکړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د واکسینونو د مدیریت آلمانۍ حکومتي ادارې په دې هیواد کې پر انسانانو باندې د کوید ۱۹ ناروغۍ د واکسین آزمونیې ته اجازه ورکړې ده. دغه واکسین د بیون ټیک په نامه آلماني شرکت له یوه امریکايي شرکت سره په ګډه جوړ کړی دی.

Deutschland Symbolbild Corona-Test in München
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

په آلمان کې د واکسینونو اړوندې دولتي ادارې په دې هیواد کې پر انسانانو باندې د کرونا ويروس له کبله د رامنځته شوې کويد ۱۹ ناروغۍ د لومړي واکسین د آزموینې له پاره د اجازې د ورکړې خبر ورکړی دی. دغه واکسین د بیون ټیک په نامه یوه آلماني شرکت له یوه بل امریکايي شرکت سره په ګډه جوړ کړی دی.

نن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۲۲مه نیټه) د بیون ټیک په نامه دغه آلماني شرکت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کوید ۱۹ یا کرونا وبا واکسین چې په ټوله نړۍ کې څلورمه ستره آزمیښتې هڅه ده، پر شاوخوا ۲۰۰ انسانانو باندې به یې آزموینې وکړي. د دغه شرکت په خبره د ۲۰۰ رضا کاره کسانو په ډله کې په لومړي ګام کې پر داسې کسانو آزموینې کوي چې عمرونه یې د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ دي.

دغه آلماني شرکت همدا راز زیاته کړې چې په بل پړاو کې به د آزموینو شمیر هم لوړ کړل شي او دا چې واکسین به د عمر له پلوه پر نورو متفاوتو کسانو هم و آزمویل شي.

بیون ټیک آلماني شرکت زیاته کړې چې دوی یاد واکسین چې د بي ان ټي ۱۶۲ نوم یې ورکړی، د پفیزر په نامه د دارو درملو له بل ستر ملګري شرکت سره په ګډه جوړ کړی دی. یاد شرکت ویلي چې وروسته له هغې چې له امریکا متحده ایالاتو څخه پر انسانانو باندې د یاد واکسین د آزموینې اجازه ترلاسه کړي، دوی په پام کې لري چې په امریکا متحده ایالاتو کې هم یاد واکسین و آزمويي.

تر دې وړاندې یو شمیر نورو هیوادونو هم د کرونا ویروس د واکسین د آزموینو خبر ورکړی وو خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب