1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کرونا په دلیل په جماعت د لمانځه نه کولو توصیه

۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبه

د جرمني د مسلمانو د مرکزي شورأ رییس، ایمن مازیک توصیه کړې ده، چي د کرونا په دلیل دي په جماعت د لمانځه کولو څخه ډډه وسي او یا دي یې د جدي صحي تدابیرو او فاصلې په مراعتولو سره تر سره کړي.

Deutschland Fest des Fastenbrechens
انځور: picture-alliance/AA/C. Karadag

د جرمني د مسلمانو د مرکزي شورأ رییس، ایمن مازیک د «سیاست او کلتور» د اکتوبر میاشتي د مجلې په خپله مقاله کي پردې خبره باندي د ټینګار تر څنګ ویلي، چي د ده توصیه په«جماعت د لمانځه کولو او یا حداقل د جمعې ورځي او اخترونو د لمونځونو دپاره اعتبار لري.»

ایمن مازیک د ویروس پيژندونکو دې خبرداري ته اشاره کړې، چي په جرمني کي په کرونا ویروس د اخته کیدو پيښي اوس هم ډیري او په بحراني حالت کي قرار لري. هغه اضافه کړې، چي په تړلو او بې له هواکښونو ځایو کي ممکنه ده د کرونا ویروس درلودونکي ذرات دباندي د وتلو چانس ونه لري او ځکه نو د هوا دغه غلظت په کرونا د اخته کیدو دپاره کفایت کوي. په دې خاطر په دغسي ځایو کي فقط فاصله مراعتول تر یوه حده پوري په کرونا ویروس د اخته کیدو څخه مخنیوی کولای سي.

د آلمان په ايسن ښار کې سږ کال د اختر لمونځ په آزاده فضا کې ادا شوانځور: DHA

ایمن مازیک په خپله مقاله کي توضیح ورکړې ده او ویلي یې دي، د مختلفو ادیانو نمایندګانو قبوله کړې ده، چي« محدودیتونه تر ډیره حده پوري د اجتماعي ارمتیا دپاره مهم دي، ځکه چي دغه محدودیتونه د رحمت پخاطر او د ژوندانه د حفاظت دپاره وضع کیږي.»

خو هغه په عین حال کي خبرداری ورکړی او ویلي دي، چي مقررات باید په دایمي ډول سره د سره ارزیابي سي :«د دغو مقرراتو مناسب والی باید همیشه د اساسي حقوقو، دیني اوامرو او کرونا پانډمۍ د تازه انکشاف په چوکاټ کي وڅیړل او په تکرار سره هغه د سره ارزیابي سي.»

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب