1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان د کرونا په واکیسن ۷۵۰ میلیونه یورو لګوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان حکومت د کرونا ویروس واکیسن د پرمختګ او د هغې د ویش په تمویل کې برخه اخلي او په دې پروګرام کې ۷۵۰ میلیونه يورو ورکوي. څیړونکي هیله من دي چې په پراخه کچه ازموینې به د پروسې په چټکولو کې مرسته وکړي.

Deutschland Biotech-Unternehmen CureVac
انځور: Reuters/A. Gebert

آلمان د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۱مه) دا تائید کړه چې د کرونا ویروس د پرمختګ او په پروګرام باندې ۷۵۰ میلیونه یورو مصرفوي چي شاوخوا ۸۱۲ مليونه ډالره کيږي. دغه اعلان د آلمان د تحقیقاتي چارو وزیرې انیا کارلیچېک کړې دی.


ویل شوي دي چې د دغه پيسو شا او خوا نیم میلیارد (پنځه سوه مليون) یورو به په آلمان کې د ازموینو د ظرفیت د لوړولو او باقي پاتې یې د تولید د ظرفیت له پاره ولګول شي. دغه اعلان د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل په مشرۍ د کابینې د غونډې د ترسره کیدو په تعقیب وشو.
انیا کارلیچېک ویلي دي: «کله چې واکسین وموندل شي او تائید شي، دلته په آلمان او نړیواله کچه یې په پراخه اندازه د ژر تولید وړتیا باید موجوده وي.» هغې بیرته عادي ژوند ته دورګرځیدو له پاره د واکیسن جوړیدل مهم وبلل.

په پراخه کچه ازموینې

د تمویل د نوي پروګرام اصلي هدف دا دی چې کلینکي ازموینو ته دا امکان برابر شي چې له لومړي سره د زیاتو ګډونوالو سره کار پېل کړي. د کارلیچېک، په خبره روغتیايي پرسونل یا نور مهم کارکوونکي کولی شي په داوطلبه توګه په دغو ټېسټونو کې شامل شي.

په عادي ډول ازموینې په لومړي سر کې د کمو ګډونوالو سره په تدریجي ډول پیلیږي او بیا په کرار کرار دغه لړۍ پراخیږي.

آلمان د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د واکسین د ازموینو د تمویل په برخه کې ونډه اخلي. آلمان مېشته د دارو درملو جوړولو تحقیقاتي شرکتو اتحادیې د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د واکسین جوړولو ۱۲۱ پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

رويترز/س.ر./ا.و.ا.

زموږ له آرشیف څخه: 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب