آلمان: د کډوالو د منلو ظریفت مو وروستي حد ته رسیدلی
۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه![Deutschland | Berliner Kultursommerfestival in Berlin | Frank-Walter Steinmeier](https://static.dw.com/image/66625141_800.webp)
شټاین مایر له یوې ایټالوي ورځپاڼې »کوریره دلا سرا« (Corriere della Sera) سره په مرکه کې دې ته په اشاره چې آلمان د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې د اروپايي ټولنې په کچه د پناه غوښتنې ډیرې قضيې درلودې وویل: «آلمان د ايتالیا په څیر د خپل ظریفت تر بریده رسیدلی دی.»
د آلمان ولسمشر زیاته کړه چې آلمان او ایټالیا «درانه پیټي زغمي.» نوموړي په اروپا کې د کډوالو په «عادلانه ویش» ټینګار کړی.
د یوه بل رپوټ له مخې په آلمان کې دوه ګوندونو د افغانانو د پناه غوښتنې د بندیدو غوښتنه کړې ده.
شټاین مایر په بهرنیو سرحدونو کې د «قوي کنټرول» غوښتنه کوي
شټاین مایر د چهار شنبې په ورځ ایټالیا ته خپل درې ورځینی سفر پیل کړ.
نوموړی به د ایټالیا له ولسمشر سرجو ماتارلا سره وګوري او د ايټالیا په سویل کې به د سیسیل له جزیرې دیدن وکړي.
په دې وروستیو کې د ایټالیا چارواکو د لامیدوزا له کوچنۍ جزیرې سیسیل ته د يو شمير مهاجرو په انتقالولو پیل کړی دی يعني له هغه جزیره څخه چې ډیر کډوالو ورغلي دي.
شټاین مایر اروپا کې د خلکو محدودولو په اړه وویل: «په بهرنیو پولو کې مو «تر ټولو قوي څار» ته اړتیا ده.«
ایټالیا او آلمان د کډوالو پر سر اختلاف لري
د آلمان ولسمشر ټینګار وکړ چې ایټالیا باید د کډوالو په مسله کې یوازې پرینښودل شي او له دغه هیواده باید د »ډیرو بشرپالو مسؤولیتونو» په منلو مننه وشي.
د ايتالیا ښی اړخي حکومت د هغو قوانیونو د تصویب له کبله چې د کډوالو حقونه محدودوي او په سمندر کې د کډوالو د ژغورنې د عملياتو مخه نيسي، د نیوکو سره مخامخ شوی دی.
شټاین مایر د ايټالیا او المان له حکومتونو غوښتي د اوسنیو اختلافونو په اړه دې یوې هوکړې ته ورسیږي.
تیره اونۍ آلمان له ايټاليا د کډوالو داوطلبانه منل تر نامعلومو مودې وځنډول.
آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ایټالیا پخپله د هغو پناه غوښتونکو بیرته اخیستلو څخه ډډه کوي چې د دوبلین د قانون سره سم د دوی د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پروسې د پلي کولو مسولیت لري.
په آلمان کې د «کډوالو د وروستي حد» په اړه یو ځل بیا بحثونه تاوده شوي
یو شمیر آلماني سیاستوالو په دې وروستیو کې وړاندیز کړی چې آلمان کې باید په کلني ډول د کډوالو د منلو لپاره یو حد وټاکل شي.
د محافظه کاره اپوزیسیون مشر فریدریش مارټس وویل چې دا شمیر باید په کال کې ۲۰ زره تنه وټاکل شي. خو د سوسیال دیموکرات ګوند د کورنیو چارو وزیرې نانسي فايزر دغه ډول يو حد رد کړی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې، آلمان شاوخوا ۱۷۵ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي او همدا راز د اوکراین د جګړې له امله تر یو میلیون ډیر بې ځایه شوي آلمان ته راغلی چې دغه کډوال په پناه غوښتونکو کې نه شميرل کیږي.