1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ګازو ذخیرې مو په چټکۍ د ډکیدو په حال کې دي

۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبه

اوس په آلمان کې د راروان ژمي په موسم کې د کورونو د ګرمولو په هکله اندېښنې څه نا څه د ورکیدو په حال کې دي. د آلمان د اقتصاد وزیر وايي چې د روسیې ګاز د آلمان د ګازو د تقاضا تر ۱۰ سلنه کمه اړتیا پوره کوي.

Symbolbild Gas
انځور: Barbara Gindl/APA/AFP/Getty Images

په آلمان کې د روسیې له ګازو پرته په راروان ژمي کې د کورونو د ګرمولو په هکله اندېښنې ډیرې شوې وې خو د آلمان د اقتصاد وزیر په خبره د دې هیواد د ګازو ذخیرې اوس په چټکۍ سره د پوره کیدو په حال کې دي.

د آلمان د اقتصاد وزیر روبرت هابیک ویلي چې په اوسني وخت کې د روسیې پر ګازو باندې د آلمان تکیه تر ۱۰ سلنې هم کمه شوې ده. هابیک زیاته کړې ده چې د حکومت له لوري د ګازو د ذخیره کولو ټاکل شوی هدف په چټکۍ سره د عملي کیدو په حال کې دی او تر وخت مخکې به دغه پلان عملي شي. د نوموړي په خبره، په دې توګه به د راتلونکي ژمي په موسم کې د کورونو د ګرمونو په هکله اندېښنې راکمې شي.

د آلمان د اقتصاد وزیر روبرت هابیک د یکشنبې په ورځ د «ډیر شپیګل» په نامه له یوې آلمانۍ مجلې سره په مرکه کې وویل: «د ګازو ذخیرې د پلان برخلاف په چټکۍ سره د ډکیدو په حال کې دي.» د آلمان د اقتصاد وزارت پتېيلې وه چې د روان میلادي کال تر اکتوبر میاشتې پورې باید د دې هیواد د ګازو ذخیري ۸۵ سلنه ډکې شي خو د دغه وزارت د تازه معلوماتو له مخې دغه څه ښايي د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې ترلاسه شي.

پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته، آلمان اوس په دې هڅه کې دی څو د روسیې پر ګازو باندې خپله اتکا را کمه کړي او په دې برخه کې د مختلفو بدیلونو د موندلو په هڅه کې دی. حکومت غواړي په دې توګه د ژمي په موسم کې د ګازو د کمښت ستونزې ته حل لارې پیدا کړي.د آلمان صدراعظم وايي نفتو او د ډبرو سکرو ته ستنيدنه موقتي دي

په ورته وخت کې روسیې د نورد سټریم ۱ په نامه د ګازو د انتقال د نل لیکې په واسطه آلمان ته د ګازو د انتقال کچه له وړاندې ټیټه کړې ده او روسیه غواړي د اګست میاشتې له ۳۱ وروسته د دریو ورځو له پاره له دې نل لیکې د انتقالیدونکي ګازو لړۍ ودروي. روسیې له وړاندې نه د څو اونیو له پاره د دغې نل لیکې له لارې د انتقالیدونکي ګازو کچه ۲۰ سلنې ته راټیته کړې ده.

په ۲۰۲۱م کال کې آلمان ته د ټولو ګازو شاوخوا ۵۵ سلنه برخه له روسیې انتقالیدل خو اوس یعنې په اګست میاشت کې دغه کچه د حکومتي شمیرو له مخې ۹،۵ سلنې ته را ټیټه شوې ده. آلمان په دې موده کې له هالند او ناروې څخه د ګازو د صادراتو کچه ډېره لوړه کړې ده. آلمان همدا راز په راتلونکې کې له فرانسې څخه هم مایع ګاز د ترلاسه کولو تمه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب