آلمان د یمن په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته وسلې صادروي
۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبهد آلمان حکومت د روان میلادي کال د پيل راهیسي د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشري پوځي ائتلاف ته د تر یو میلیارد یورو د ډيرو وسلو او تجهیزاتو صادرولو جواز ورکړی دی.
د آلمان د سوسیال دیموکرات او متحد ګوندونو ترمنځ د یوه ائتلافي حکومت د تشکيل په تړون کې د وسلو پر صادراتو د محدودیت وضعه کولو سربیره، د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر پنځمې پورې آلمان مصر ته د ۸۰۱،۸ میلیونو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو ۱۳ جوازونه او متحده عربي اماراتو ته د ۲۰۶،۱ میلیونه یورو په ارزښت ۴۳ جوازونه صادر کړي دي.
دغه ارقام د آلمان د اقتصاد وزیر په پارلمان کې د زرغون ګوند د استازي امید نوري پور، د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي. نوري پور بیا دغه شمیرې د آلمان له خبري آژانس سره شریکې کړې دي.
سربیره پر دې حکومت آن سعودي عربستان سره د تجهیزاتو اړوند د دوو تجارتي معاملو اجازه ورکړې ده، سره له دې چې دغه هیواد ته د نوامبر میاشتې راهیسي په بشپړ ډول صادرات منع کړای شوي دي.
د آلمان د اقتصاد وزارت مرستیال اولريش نوسباوم، په حواله کې په دې د ۸۳۱۰۰۳ یورو په ارزښت د پوځي زرې موټرو د صادرولو جواز هم شامل دی.
په مجموع کې د دغه پوځي ائتلاف اتو هیوادونو ته د ۱،۱ میلیارد یورو په ارزښت ۱۲۲ جوازونه صادر شوي دي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵م کال کې د عربي هیوادونو یو ائتلاف رامنځته کړ چې د ایران له ملاتړه برخمن د حوثي شعیه یاغیانو پر وړاندې جګړه کې د یمن د حکومت ملاتړ وکړي. دغه جګړه د عربي نړۍ په تر ټولو بی وزله هیواد کې اوس د بشري ناورين د رامنځته کیدو سبب شوی دی.
همدې پسمنظر ته په کتلو سره د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند د تیر کال په پیل کې د ائتلافي حکومت د تشکيل په تړون کې د یمن په جګړه کې ښکیلو هیوادونو ته د وسلو د صادرولو د بندیز غوښتنه وکړه.
د ۲۰۱۸ م کال په نوامبر میاشت کې وروسته تر دې چې د سعودي منتقد خبریال جمال خاشقجې، د ترکیي په استنبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو، دغه هیواد ته د وسلو صادرول په بشپړ ډول منع شول.
(sn/ms (dpa