1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ایسن ښار د یو ساختمان اوسېدونکي ولې تخلیه شول؟

۱۴۰۳ تیر ۲, شنبه

د آلمان په ایسن ښار کې په نيمه شپه کې د یو ساختمان ۸۳ تنه اوسېدونکي وروسته له هغې تخلیه شول چې په ساختمان کې یو درز وموندل شو. د ایسن ښار اطفائيې ادارې ويلي چې دغه ساختمان خوندي نه وو.

د ایسن ښار يوه ویاند وويل چې د دغه څو پوړيز ساختمان لاندې د هواکش یو له سلو کلونو زوړ تونل موجود وو
د ایسن ښار يوه ویاند وويل چې د دغه څو پوړيز ساختمان لاندې د هواکش یو له سلو کلونو زوړ تونل موجود ووانځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

د اطفائيې مشر، نیکو بلاوم، د شنبې په سهار وويل چې د ساختمان په تل کې یو درز کشف شو. د آلمان خبري آژانس په حواله، د اطفائيې ادارې د جمعې په ماسخوتن شاوخوا لس بجې د تخلیې عملیات پيل کړل چې د شنبې د سهار په ۳ بجو پای ته ورسېد.

د ایسن ښار يوه ویاند وويل چې د دغه څو پوړيز ساختمان لاندې د هواکش یو له سلو کلونو زوړ تونل موجود وو. چارواکو ويلي چې د همدې کبله دغه ساختمان د اوسېدو له پاره خوندي نه وو.

ویاند وويل چې دوی د ساختمان اوسېدونکو ته د مخکنۍ اطلاع پرته د وتلو امر وکړ، چې دا کېدای شي د ساختمان اوسېدونکو ته چې اکثریت يې د پاخه عمر کسان وو، سخت تمام شوي وي.

یو شمېر اوسېدونکو په لومړي سر کې نه غوښتل چې له خپلو هستوګنو ووځي، خو چارواکو وويل چې د تخليې عملیات په آرامۍ ترسره شول.

د ایسن ښار ويلي چې د تخليه شوو کسانو له ډلې ۳۳ ېې چې اغیزمن شوي په یو هوټل کې چې د مهاجرو له پاره هم کارول کيږي، هستوګن کړل شوي دي. ځينې تخليه شوي کسان چې موقتي پالنې ته ېې اړتیا درلوده روغتون ته انتقال شوي دي. د ساختمان اکثریت اوسېدونکي د خپلو خپلوانو او دوستانو کره ځای پر ځای شوي دي.

د ایسن ښار اطفائېې ادارې ويلي چې د دغه ساختمان اوسېدونکي به د څو اوونيو له پاره ونشي کړی بېرته خپلو کورونو ته وروګرځي.

زیاته شوې چې د ساختمان لاندې زوړ تونل د پخوانيو کانونو د وخت دی. ايسن ښار د آلمانپه غربي ايالت نورد راین ویستفالن کې واقع دی.

(dpa)mks/akh

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل