1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ اعلان کړی چي دغه هیواد تیار دی چي په ۲۰۲۳م کال کي د نږدې ۵۰۰ میلیونو یورو په ارزښت وسلې اوکراین ته د روسیې د تهاجم پر وړاندي د دفاع له پاره واستوي.

ILA - Internationale Luft- und Raumfahrtausstellung in Berlin
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د آلمان د حکومت ویاند د سې شنبې په ورځ، کاناډا ته د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د سفر په جریان کي وویل چي دغه هیواد به د نورو وسلو ترڅنگ، د دافع هوا سیستم درې  (Iris-T) ډوله  دستگاوي ، ۱۲ زغره وال زرهي، د پيک اپ ۲۰ راکټونه، د بې پیلوټه الوتکو ضد دقیقي وسلې او تجهیزات واستوي.

د آلمان د حکومت ویاند وویل: »دا د اوکراین د وسله والو ځواکونو د دایمي عصري کولو پر لور یو گام دی.« شولڅ په دا وروستیو کي اوکراین ته د په لویه اندازه مالي او نظامي ملاتړ ژمنه کړې وه.

د روان کال په پیل کي آلمان د دغي پوښتني سره مخامخ سو چي آیا اوکراین ته باید وسلې واستوي یا نه او دغه کار ډیر وځنډید چي په نتیجه کي د هیواد په دننه او دباندي کي له سختو انتقادونو سره هم مخامخ سو.

خو اوس د نظامي تجهیزاتو تحویلول چټک سوي او برلین وايي چي په اوس وخت کي د گیپارد ضد هوايي ۱۵ دستگاوي، د هویترز ۱۰ ټانکونه، د څو کسیزو د انتقال زرهي، د انتقال وړ په سلونو دافع هوا سیستمونه او نوري نظامي مرستي یې اوکراین ته ورکړي دي.

د اوکراین په جگړه کي راکټي سیستمانځور: South Korean Defense Ministry/Getty Images

امریکا د دریو میلیارډو ډالرو پوځي مرستو اعلان کړی

په پام کی ده چي امریکا متحده ایالات به د پوځي مرستو یوه ۳ میلیارډه ډالري بسته اعلان کړي چي د بې پیلوټه الوتکو، تسلیحاتو او نورو تجهیزاتو له پاره به ددغه هیواد د اړتیا وړ بودیجه تأمین کړي. 

د پخوانیو نظامي مرستو برعکس چي د اوکراین پر سمدستي اړتیاوو متمرکزي وې، تمه کیږي چي دغه کومکي بسته به د اوکراین منځمهاله او اوږدمهاله دفاعي اړتیا تر خپل پوښش لاندي راولي.

امریکايي چارواکو ویلي چي له ځینو دغو وسلو څخه به ښايي د یوه یا دوو کلونو له پاره گټه وانه خیستل سي.

آرشیف: له اوکراین سره د جرمني نظامي مرستهانځور: Sven Eckelkamp/IMAGO

د ناټو عمومي منشي د اوکراین د لا ملاتړ غوښتونکی سو

د روسیې د تهاجمي جگړې څخه شپږ میاشتي وروسته، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرگ، اوکراین ته د نظامي او مالي ملاتړ له کمښته خبرداری ورکړ.

ستولتنبرگ د جرمني د تلویزیون دوهمي شبکې ته وویل: «زه نه وایم چي دا به آسانه وي. دا به یو سخت کار وي. هغه وویل چي حکومتونه به د اوکراین د ملاتړ له پاره خپله بیه ورکړي، د مثال په ډول د بندیزونو او البته د دغه واقعیت په نتیجه کي چي روسیه له انرژۍ څخه د وسلې په توگه کار اخلي.»

ستولتنبرگ وویل چي بل هیڅ بدیل نسته. د هغه په خبره په دې برخه کي د اقدام نه کول ښايي ددې ښکارندوی وي چي نظامي تهاجمي اقدام بديل لري. هغه وویل چي داسي یوه انگیرنه به د ټولو له پاره تر دې هم خطرناکه نړۍ رامنځته کړي.

ستولتنبرگ له جگړې څخه د خستگۍ په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل: «خلک باید په یاد ولري چی موضوع پر څه باندي ده.« دا له څه د پاسه ۴۰ میلیونو اوکراینیانو سره پیوستون دی. خو دا کار زموږ د گټو د ساتلو له پاره هم دی. دا د نړیوال نظم یو قانون دی چي لوی قدرتونه نه سي کولای په آسانۍ سره پر خپلو گاونډیانو باندي برید وکړي.»

GP/NZ/DW Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب