د آلمان حکومت غواړي چي رد سوو پناه غوښتونکو ته لا زياتي پيسې ورکړي، که هغو په رضاکارانه توګه خپل هيواد ته ستانه سي. خو دغه پروګرام به د وخت محدوديت وغواړي.
اعلان
د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ مياشتي تر ۲۸مې نېټي به د رد سوو پناه غوښتونکو سره اضامي مالي مرستي وکړي. خو دغه مرستي به د هغو پناه غوښتونکو له پاره وي چي په رضاکارانه توګه له آلمان څخه خپل هيواد ته ستانه سي.
د دې څخه تر مخه هم د بېرته ستنېدونکو پناه غوښتونکو سره مرستي کېدلې، خو دغه نوي پروګرام ته چي (Starthilfe plus) يا د «لومړي سر اضافي مرسته» بلل سوې، صرف درې مياشتي ميعاد ټاکل سوی دی. يعني له دغه پروګرام څخه به صرف هغه پناه غوښتونکي ګټه پورته کړلای سي چي په ياده موده کي د بېرته تلو سره موافقه وکړي.
د کورنيو چارو د وزارت په وينا د دغه پروګرام له مخي به د بېلګي په توګه هر کس وکولای سي چي په خپل هيواد کي د «بېرته ادغام» له پاره ۳۰۰ يورو مرسته وغواړي. د دې تر څنګ به کورنۍ وکولای سي چي په خپل هيواد کي د خپل کور د ترميم له پاره، د کرايې له پاره، د بنسټيزه کورني سامان لکه پخلنځي له پاره سامان او د ورته څيزونو له پاره د آلمان له اړونده ادارې څخه پيسې وغواړي. دغه مرستي د کورنۍ له پاره تر ۳۰۰۰ يورو پوري او د مجردانو له پاره تر ۱۰۰۰ يورو پوري حجم درلودلای سي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د بلډ ام زونټاګ ورځپاڼي سره په خبرو کي په مستقيمه توګه پر رد سوو پناه غوښتونکو ږغ کړی دی چي له دغه پروګرام څخه دي ګټه واخلي. هغه ويلي: «که تاسو فيصله وکړئ چي د فبرورۍ تر پای پوري بېرته خپل هيواد ته ستانه سئ، نو به د لومړيو مرستو تر څنګ ستاسو په هيواد کي تر یو کال پوري درته د کور کرايه درکول سي.»
د مسيحي ډيموکراټ دغه سياستوال پر اړونده پناه غوښتونکو ږغ وکړ چي په خپلو هيوادونو کي چانسونه لرلای سي. هغه وويل: «موږ به ستاسو سره د بېرته ادغام په برخه کي معلومي مرستي وکړو.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.09.2017):
له آلمان څخه د افغانانو د اخراج پروسه ـ انځوريزه کرونولوژي
له آلمان څخه د افغان مهاجرو ډليز اخراجونه وروسته له هغې پيل شوه چې افغانستان د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په سر کې د بروکسل په غونډه کې د مهاجرت پر موضوع د اروپايي اتحاديې سره يوې هوکړې ته ورسيد.
انځور: Imago/J. Heinrich
د بروکسل غونډه
د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر مياشتې په لمړيو کې د بروکسل په غونډه کې افغانستان له اروپايي اتحاديې سره د مهاجرت پر موضوع يوې هوکړې ته ورسيدل، د دغې هوکړې له مخې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج اسانه کړل شو.
انځور: Picture alliance/Zumapress/J. K. McCann
د رد شويو افغانانو منل
د بروکسل د توافق له مخې، افغانستان دې ته حاضر شو چې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو لخوا رد شوي افغان مهاجر ومني.