بېربوک د دوشنبې په ورځ وويل چې حکومت به نور سعودي عربستان ته د ایروفایترز جنګي جیت الوتکو په لیږد کې مخالفت ونه کړي، ځکه چې دغه شتمن عرب هېواد د اسرائيل په امنیت او همدارنګه د حوثي یاغیانو له خوا د توغول شوو توغنديو له کبله په سیمه کې د سترو اورلګېدونو په مخنیوي کې مرسته کوي. ايروفایترز جنګي جيت په بریتانیا کې مونتاژ کيږي، خو پرزه جات ېې آلماني دي. آلمان همدارنګه د دغو جنګي الوتکو د صادرولو په تصمیم کې د ويتو یو حق لري.
خو د بېربوک له څرګندونو د هغې د خپل ګوند یو شمېر غړو په سعودي عربستان کې د بشري وضعیت په دلیل چندان هرکلی نه دی کړی.
د آلمان حکومت د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان د اشتراک او همدارنګه د خبریال جمال خاشقچي د قتل په دلیل، سعودي عربستان ته د وسلو صادرات بند کړل. خاشقچي سعودي عربستان د وسلو د صادراتو منتقد وو. دا لومړی ځل دی چې د صدراعظم اولاف شولڅ ائتلافي حکومت سعودي عربستان سره بېرته د وسلو صادرات پیلوی.
د آلمان د بهرنيو چارو وزيره، انالینا بېربوک او د سعودي عربستان خارجه وزير، فیصل بین فرحان آل سعود د مونشن په امنيتي کنفرانس کې - د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۱۷مهانځور: Sven Hoppe/AFP/Getty Images
د آلمان کيڼ اړخي ګوند هم د حکومت پر دغه تصمیم کلکه نېوکه کړې ده. د آلمان په پارلمان کې د دغه ګوند استازي، پاسکال مایزر، د «آلمان د تحریريه پلاوي شبکې» ته ويلي دي: «فدرالی حکومت په او په تېره له زرغون ګوند څخه د بهرنيو چارو وزېرې په بشپړه توګه خپله اخلاقي قطب نمايي له لاسه ورکړې ده.»
د هغه په خبره، سعودي عربستان ته د لا ډېرو تسليحاتو ورکړه، «د بشري حقونو پر اساس د بهرني سیاست له ژمنې سره په تضاد کې قرار لري.»
مایزر ټنيګار وکړ: «هر څوک چې په منځني ختيځ کې سوله او د بشر حقونه غواړي، نباید د سعودي عربستان د نفتو دیکتاتور پر لا ډېرو وسلو مجهز کړي.»
د شپیګل د رپوټ پر اساس، د آلمان او د هغه د متحدينو د تسليحاتي پرزو ګډې پروژې، سعودي عربستان ته د وسلو د لیږد له توقفه مستثنی دي چې په هغو کې یوروفایټرز جنګي الوتکې هم شامليږي. دغه الوتکې د بریتانيایي شرکت «بي اې ای سیستم» له خوا سعودي عربستان ته صادر شوي دي او فعلا دغه هېواد دا ډول ۷۲ فرونده الوتکې لري. سعودي به اوس وشي کړي چې دغه الوتکې پر ایریس-ټي توغندیو مجهزې کړي. بریتانيا ويلي دي چې له دې علاوه نورې یوروفایټرز الوتکې به هم سعودي ته ورکړي.
آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.
له آرشیف څخه (30.08.2021):
انځوریز رپوټ: د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکي شرکتونه