د آلمان امنیتي ادارې غواړي چې د ښي اړخيتوب او کرکې پیدا کونکو جرمونو پر وړاندې مبارزه لا زیاته پراخه کړي. په دې موخه به د آلمان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او اساسي قانون د حفاظت ادارې تشکيل هم زیات شي.
اعلان
د دې له پاره چې د ښي اړخي ترهګرۍ او انفرادي جرمونو پر وړاندې په لا زیاته ښه توګه مبارزه وشي، د آلمان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (BKA) تشکيل به پراخه کړای شي. د دې ترڅنګ به په راتلونکي کې د آلمان په ویسبادن ښار کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې په چوکاټ کې د «کرکې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مرکز»هم رامنځته شي.
رسنیو د نوموړي ادارې نوي پلان ته په اشارې سره ویلي دي چې د نويو تشکیلاتو له پاره ۴۴۰ نوي بستونه هم باید ایجاد شي. د دې اقدام دلیل او پسمنظر د وسله وال ښي اړخي افراطیت د مخ پر ډیریدونکی خطر په ګوته شوی دی.
رسنیو د راتلونکي پلان د سند په حواله ویلي دي چې په راتلونکي کې به دوه ادارې یا څانګې د ښې اړخیتوب پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مصروفه وي. ښي اړخي شبکې به په راتلونکي کې ډیر ژر وپيژندل شي او همدارنګه به په ملي او بین المللي کچه د ادارو ترمنځ د معلوماتو تبادله بهتره شي.
په عین وخت کې د ښي اړخو افراطیانو له خوا د خطر معلومولو د ارزیابې یو سیستم هم پلان شوی دی، داسې یو سیستم چې لا پخوا د اسلامستي تروریزم په برخه کې موجود وو.
د کرکي زیږونکو پر وړاندې اغیزمنه مبارزه
د دغو رپوټونو په حواله د آلمان د جنایي چارو اداره غواړي په انټرنټ کې د کرکي پیدا کونکو جنایتونو په ارتباط «د جدي مبارزې مرکزي دفتر» رامنځته کړي. په دې ترتیب سره نو ټاکل شوی ده چې د نورو ترڅنګ به انټرنټي څار زیاته شي، څو په دې توګه وکولای شي کرکه زیږونکي او ګواښونکي پيغامونه ژر وپيژندل شي.
په همدې منځ کې د آلمان د پارلمان پخواني مشر نوربرت لامرت، د نفرت پيداکونکو تحرکاتو او تبصرو له پاره د جدیت او شدید تعقیب غوښتنه کړې ده.
ust/kle (dpa, afp, kna)/sn./bs
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
په برلين کې د توکم پرستۍ ضد د سترو لاريونونو انځورونه
په لسونو زره خلک د آلمان د برلين ښار واټونو ته راووتل او د توکم پرستۍ پر ضد او د بشر د حقونو له پاره يې مظاهرې وکړې. په دغه حرکت کې د ګڼ شمير سياستوالو، هنرمندانو، سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون کړی وو.
انځور: picture-alliance/abaca/E. Basay
د بشر حقونو او د توکم پرستۍ پر ضد
برلين د مظاهره کونکو شمير ۴۰ زره ښودل شوی دی. دغو کسانو چې د بشر حقونو په ملاتړ جوړ پوسترونه له ځانه سره ليږدول، د نژادپرستۍ او افراطيت پر ضد يې شعارونه ورکول.
انځور: Getty Images/AFP/J. MacDougall
«د نه تقسيميدونکي»
«نه تقسيميدونکي»، د دغو مظاهرو اصلي شعار دی. دغه مدني حرکت د سلونو ټولنو، سازمانانو له خوا او دغه راز د کليساو، ګوندونو او نورو بنسټونو د اتحاديو له لوري جوړ شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken
د سياستوالو ملاتړ
د برلين مظاهرې د پيژندل شوو سياسي څيرو ملاتړ هم لري، چې يو يې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس دی. همدا ډول ظنر ليکونکی يان بوهمرمن او ورځپاڼه ليکونکې کارولين امکه هم له ملاتړ کوونکو څخه دي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken
د بښنې نړيوال سازمان د مظاهره کونکو په منځ کې
د برلين په مظاهرو کې د بښنې نړيوال سازمان څخه هم ګډونوالو برخه اخيستې وه. دغه سازمان تر دې مخکې د اروپا د پارلمان ودانۍ مخته د افغان مهاجرو د ملاتړ په موخه هم مظاهرې کړې وې.
انځور: DW/F. Payar
د مظاهره کونکو شعارونه
د دغو کسانو په لاس کې نيول شوو شعارونو کې ليکل شوي دي: «مونږ نه بيليدونکي یو»، «ښه ژوند د ټولو له پاره په هر ځای کې»، «په سمندر کې د [مهاجرو] د ژغورنې عمليات جرم نه دی» او نور...
انځور: Getty Images/AFP/J. MacDougall
د هنرمندانو ملګرتيا
مظاهره کونکو د ويناو تر څنګ د برلين ښار په واټونو کې وګرځيدل او شعارونه يې ورکړل. مظاهره کونکو سره يو شمير نامتو هنرمندان؛ لکه: هيربرت ګرونه ماير، کونستانتين ويکر او دوتا کیهر مله ول.
انځور: DW/F. Payar
د مهاجرت ضد حرکتونه
وروسته له هغې چې په وروستيو کلونو کې په سلونو زره مهاجر آلمان ته ورسيدل او د جرمونه کچه هم لوړه شوه، په آلمان کې د مهاجرو ضد حرکتونه هم ډير شول. د ښي اړخو دغه حرکتونه د مهاجرو ملاتړ کونکو کړيو غبرګون له ځانه سره درلود.