د انګلا ميرکل د دفتر ریس، پیترالتمایر د «بیلډ ام سونتګ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي چې په ۲۰۱۶م کال کې له ټولو ۷۰۰ زرو د پناه غوښتنو څخه تقریباً نیمايي یې رد شوي دي او دغه کار د ډیر شمیر رد شوو مهاجرینو د ایستلو سبب شوی.
سربیره پر دې، التمایر وویل، د دې له پاره چې د پناه غوښتنې د سیستم په هکله د خلکو ډیر ملاتړ وشي، دا مهمه ده چې دغه کسان پر وخت بیرته ولیږل شي.
آلمان په تیرو ۱۸ میاشتو کې تر یو میلیون ډیرو مهاجرو ته چې له سوریې، عراق او افغانستان څخه د جګړو او زورزیاتي له امله تیښتې ته مجبور شوي دي، په خپل هیواد کې ځای ورکړی دی.
هغه کسان چې د پناه غوښتنه کوي، باید په خپلو هیوادونو کې د تعقیب په هکله معلومات وړاندي کړي. په ورته وخت کې د ډیرو هغو کسانو چې د پناه غوښتنلیکونو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی، په دې هیواد کې د لنډې مودې له پاره د اوسیدو اجازه ورکړل شوې ده، او دغه کار اوس د ميرکل محافظه کاران غواړي چې محدود کړي.
التمایر وویل: «تیر کال موږ ۸۰ زره هغه مهاجر چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، بیرته خپلو هیوادونو ته ولیږل او دا یو ډیر لوی شمیر دی.» نوموړي همدا راز زیاته کړه: «دغه شمیره به نوره هم لوړه شي. په ۲۰۱۶م کال کې تقریباً ۷۰۰ زره د پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي دي او کابو ۳۰۰ زره یې رد شوي دي. موږ به دغه رد شوي کسان ډیر ژر بیرته خپلو کورنو ته ولیږو، ځکه که چیري دغه کار ونه کړو، نو دا به د یو قانونمند هیواد په توګه زموږ اعتماد خراب کړي.»
د مهاجرو په هکله د حکومت سخت دریځ
له ډیري مودې راهیسې د آلمان صدراعظمه پر دې خبره ولاړه وه چې هیواد یې باید تر تعقیب لاندي کسانو ته خپلې دروازې پرانیستي پریږدي. خو د دوی ملګري ګوند سیوسیال مسیحي اتحاد بیا غواړي چې په کلني ډول تر ۲۰۰ زرو مهاجرو ته د راتګ حد تعین کړل شي.
د «بیلډ ام زونتګ» ورځپاڼي له خوا ترسره شوې یوه سروې ښيي چې «اس. پې. ډې» یا سوسیال دموکرات ګوند له ۲۰۰۶م کال راهیسې په اول وار تر محافظه کارانو مخکښ شوي دي.
ځینې سروې ګانې بیا ښي اړخي، د مهاجرت ضد او د آلمان له پاره بدیل گوند په دریم ځای کې ځای په ځای کوي.
بل لوري ته التمایر ویلي دي چې هغه هیله مند دی چې د دې هیواد په سنا کې چیري چې «اس. پې. ډې» او زرغون ګوند د حکومت مخه ډب کولای شي، ډیر ژر به د تونس، الجیریا او مراکش درجه بندي بدله کړي، څو له دغو هیوادونو څخه په اسانه توګه پناه غوښتونکو ته رد ځواب ورکړل شي.
هغه وویل چې په افغانستان کې داسې خوندي سیمې شته چې په کښې رد شوي پناه غوښتونکي په خوندي توګه ژوند وکړي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
آلمان ته د نویو مهاجرو شمیر کم شوی خو د پناه غوښتنه ډېره شوې
په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د نویو مهاجرو په راتګ کې د پام وړ کمښت راغلی، خو د سیاسي پناه غوښتني شمیر بيا تر ۲۰۱۵م کال ۵۶ سلنه لوړ شوی دی. انځوريز راپور ئې دلته کتلای سئ. انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm په ۲۰۱۶م کال کې پناه غوښتنه د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي ادارې د معلومات پراساس د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۷۲۲،۳۷۰ نوي غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دغه شمیر د تیر میلادي کال په پرتله ۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د تیر کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۴۴۱،۸۹۹ کسانو د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنه کړې وه.
انځور: picture-alliance/arifoto UG/M. Reichel د دوهم ځل پناه غوښتنې په شمیر کې ۳۳،۳ سلنه کمښت په دوهم ځل پناه غوښتنه کې د پام وړ يعنی ۳۳،۳ سلنه کمښت راغلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د دوهم ځال پناه غوښتونکو شمیر۳۴،۷۵۰ کسان وو او دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶م کال کې ۲۳،۱۷۵ کسانو ته راکښته شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen د پناه غوښتونو په شمیر کې ۵۶ سلنه زیاتوالی په ۲۰۱۶م کال کې د نویو پناه غوښتني او د دوهم ځل پناه غوښتني مجموعي شمیر ۷۴۵،۴۵۴ کسانو ته رسیږي. په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر ۴۷۶،۶۴۹ کسان وو. په دې ترتیب سره د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخي د پناه غوښتنې په شمیر کې د تیر کال په پرتله ۵۴،۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hadem د سوریې، افغانستان او عراق پناه غوښتونکي د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني فدرالي ادارې د رپوټ پراساس د منځني ختیځ له جنګ ځپلو هیوادونو څخه تولټال ۲۶۶،۲۵۰ «۳۶،۹سلنه» نوي د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي. د افغانانو شمیر ۱۲۷،۰۱۲ «۱۷،۶سلنه» ته رسیږي چې دویم ځای لري او ورپسې د عراق کډوال دي چې شمیر یې ۹۶،۱۱۶ «۱۳،۳سنله» کسان ښول شوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel د ایراني وګړو د پناه غوښتنلیکونو شمیر ۲۶،۴۲۶ ښول شوي چې ۳.۷ سلنه دي. د ایریتیریا د غوښتنلیکونو شمیر ۱۸،۸۵۴ «۲.۶ سلنه»، البانیا ۱۴،۸۵۳ «۲،۱ سلنه»، پاکستان ۱۴،۴۸۴ «۲ سلنه»، نایجیریا ۱۲،۷۰۹ کسانو «۱.۸سلنه»، په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm ځوانان د پناه غوښتونکو په ډله کې لومړی ځای لري په ۲۰۱۶م کال کې کابو د دریمه برخه پناه غوښتونکو سن تر۳۰ کلونو ټیټ ښول شوی دی. د ۱۸ او ۲۵ کلنو ترمنځ کسانو شمیر ۱۹۶،۸۵۳ دی چې د ټولو پناه غوښتنلیکونو ۲۳،۵ سلنه ده او په دې ډول سره تر ټولو ستره ډله کسان دي. د ماشومانو چې عمرونه یې د ۴ کلونو څخه کم وی شمیر ۷۸،۱۹۲ دی چې ۱۰،۸ سلنه کيږي.
انځور: Reuters/Kai Pfaffenbach په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۷۰۰ زره غوښتنلیکونه څیړل او فیصله شوي د آلمان چارواکو په ۲۰۱۶م کال کې له ټولو ۶۹۵،۷۳۳ کسانو څخه ۴۳۳،۹۲۰ کسانو ته په دې هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکړې او د هغوی د پناه غوښتني ته یې مثبت ځواب ورکړی دی.
انځور: Reuters/S. Loos د مهاجرو پر مرکزونو بريدونه د آلمان د جنايي جرمونو ادارې خبر ورکړی چې د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې د مهاجرو د اوسیدو پر مرکزونو د قصدي او نفرتي جرمونو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ بریدونه شوي دي. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۳۱ پیښې ښوول شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz